د ملی امنیت لوی ریاست منسوبینو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د زابل ولایت د قلات ښار له اړوندو سیمو څخه د طالبانو د ډلي د ځانمرګو او ترهګریزو بریدونو د سازمان ورکونې یو مرکز کشف او (۴) تنه ترهګر یې له (۵۷۰) کیلوګرامو چاودیدونکو توکو، یو عدد ځانمرګي واسکټ او څو کړیو ماینونو سره یو ځای نیولي دي.
ترهګرو له یادو چاودیدونکو توکو څخه د ځانمرګي واسکټونو او د سرک د غاړي د ماینونو په جوړونه کې کار اخیست.
نیول شویو کسانو اعتراف کړی چې د قلات په ښار کې یې د روان لمریز کال د غوایی(ثور) میاشتي د ۳۱ مې نیټي په پرلپسي چاودنو کې هم رغنده ونډه درلوده.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)