دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ عقرب ۱۳۸۹ ساعت ۱۰:۲۰
د مطلب کود : 23254
سعودي ترهغو منځګړتوب نه کوي چې طالبان له القاعده لاس وانخلي
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر وايي دا هیواد به تر هغو د افغانستان د سولې په پروسه کې برخه وانخلي ، څوطالبانو له افراطي تروریستي ډلو سره اړیکې نه وي شلولي.
تېره میاشت د افغانستان د سولې عالي شورا له سعودي عربستانه وغوښتل چې د افغانستان د نهه کلنې جګړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړي.

سعودي عربستان د ۲۰۰۸ کال د روژې په میاشت کې د افغانستان د حکومت او طالبانو یوشمېر استازي د غیررسمي خبرو لپاره وربللي ول.

سعودي عربستان په دې خاطر چې د اسلام تر ټولو مقدس اماکن لکه مکه مکرمه او مدینه منوره یې په خاوره کې دي ، په اسلامي نړۍ کې خاص درناوی لري.دې هیواد له متحده عربي اماراتو او پاکستان سره د طالبانو رژیم په رسمیت پېژندلی وو او په اتیایمه لسیزه کې هم له امریکا او نورو لوېدیځو هیوادونو سره د شوروي اتحاد د اشغال په وړاندې د مجاهدینو مهم ملاتړ کوونکی وو.

سعودي عربستان په ۱۹۹۸ کې له طالبانو سره خپلې اړیکې وروسته له دې وځنډولې چې طالبانود اسامه بن لادن له ورسپارلو انکار وکړ.سعودي عربستان په دې خاطر د بن لادن د ورسپارلو غوښتنه کوله چې نوموړي د سعودی تابعیت درلود او د سعودي د سلطنتي کورنۍ پرضد یې فعالیت کاوه.

د سعودي عربستان د خبري اژانس ایس پي اې د راپور له مخې د دغه هیواد د باندنیو چارو وزیر سعود الفیصل وویل:«د سعودي عربستان د منځګړتوب په باب ډېرې خبرې کېږي،خو موږ وروسته له دې چې طالبانو تروریستانو ته پناه ورکړه شرطونه کښېودل.»

د سعودي عربستان د بهرنیوچارو وزیر همداراز وویل:«زموږ څخه بیا د افغانستان ولسمشرغوښتنه وکړه چې منځګړتوب وکړو او موږ وویل ترڅو چې طالبان ښه نیت ونه ښيي او تروریستانو ته له پناه ورکولو لاس وانخلي موږ دا کار نه کوو.»

د رویټرز خبري اژانس په وینا رسمي سرچینې وايي افغان لوري ،که هغه حکومت دی یا یې وسله وال مخالفان، همداراز له امریکا تر پاکستانه پوري ټول اوس په جدي ډول د سوله ییزې حل لارې په لټه کې دي.

سرچينه : آوا
https://avapress.com/vdcdox0x.yt0sk6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته