دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ سنبله ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۴۴
د مطلب کود : 115731
په چک ولسوالۍ کې ورباندې وسله وال طالبان په زوره بېلابېلې کړنې ترسره کوي
د چک ولسوالۍ د علیشې سیمې لسګونه قومی مشرانو،چې د وږې په ۴مه یې د میدان وردګو والي حیات الله حیات سره غونډه درلوده وویل په سیمه کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو دواړو ګواښونو سره مخامخ دي .
د یادې سیمې یوه قومي مشر وویل وسله والو طالبان د دوی کورونو ته راځي او په زور ورڅخه ډوډۍ خوري او همدا راز د دوی په حجرو کې پخپله خوښه ناسته ولاړه کوي .
ده زیاته کړه،همدا راز وسله وال طالبان له دوی څخه په یو او بل نوم نغدي پيسې هم اخلي او خپلې چارې پرې ترسره کوي خو که دوی د دغه کار مخه ونیسي نو بیا د دوی د بېلابېلو ګواښونو سره مخامخ کیږي .
دغه قومي مشر وویل : (( وسله وال طالبان یې کورته راځي،په زور ورڅخه پیسې هم اخلي ،چای او ډوډۍ هم ورڅخه خوري او په حجرو او جوماتونو کې شپه او ورځ هم تېروي ))
دغه مشرانو د خپلو خبرو پر مهال وویل له یو لورې د وسله والو طالبانو له ظلمونو څخه مخامخ دي،خو بل خوا د امنیتي ارګانونو له بېلابېل ګواښونو سره مخامخ دي .
دوی وایي امنیتي ارګانونو د لویې لارې څخه علیشې سیمې ته تللی سړک د ترافیکو پرمخ تړلی او همدا راز دوی ته نور بېلابېل ګواښونه کوي .
د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات د قومي مشرانو ستونزه جدي وبلله او دوی سره یې ژمنه وکړه،چې تړل شوی سړک به بېرته پرانیزي او په امنیتي ارګانونو کې به شته ستونزې په جدي ډول حل کړي .
نوموړی قومي مشرانو ته لارښوونه وکړه،چې د سیمې وسله وال طالبان وهڅوي تر څو د سولې بهېر سره یو ځای شي او که بیا هم مخالفت نه پریږدي،نو په جدي ډول پخپلو سیمو کې له ځآی ورکولو څخه یې مخنیوی وکړی .

ښاغلي حیات وویل که مشران خپل اولادونه د وسله والو مخالفینو له لیکو څخه وباسي او د خپلې سیمې امنیت کې له امنیتي ارګانونو سره لږ همکاري هم وکړي نو شته ستونزې به په جدي ډول حل شي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdsk0ffyt0f56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته