دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۲۱:۰۶
د مطلب کود : 100539
جمهور رئيس احمدزي په کابل کې د ایران له سفير سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس ډاکټر اشرف غني احمدزي نن له غرمې وروسته په کابل کې د ایران له سفير محمد رضا بهرامي سره په ارګ کې وکتل.
ښاغلي بهرامي د افغانستان جمهور رئيس ډاکټر اشرف غني احمدزي ته د خپل هېواد د جمهور رئيس ډاکټر حسن روحاني تبريکي او احترامات وړاندې کړل.
نوموړي وویل چې ایران د خپل ګاونډي هېواد ثبات او سوله غواړي او په دې برخه کې افغانستان ته د بریالیتوب هیله کوي.
ښاغلي بهرامي دا هم وویل چې ایران له افغانستان سره د تل پاتې اړيکې ټینګول غواړي او له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی.
ده همداراز وویل چې حکومت به يې په ایران کې د افغانانو لپاره ۵۰ زره کاري فرصتونه برابر کړي، په هرات کې د اورګاډي د پټلۍ د پروژې د بشپړېدو لپاره آماده دی او همداراز د افغانانو د کاري ظرفیتونو د لوړلو په برخه کې به همکاري وکړي.
د افغانستان جمهور رئيس ډاکټر اشرف غني احمدزي د ایران د جمهور رئيس له پیغام څخه مننه وکړه.
ډاکټر احمدزي دا هم وویل چې له بل هېواد سره د افغانستان اړيکې به هېڅکله هم د ایران او افغانستان پر اړيکو اغېز ونه کړي.
جمهور رئيس د ایران له مرستو مننه وکړه او د افغانستان او ایران ترمنځ اړيکې يې تاریخي وبللې او زیاته يې کړه چې دغه اړيکې به تل د متقابل احترام پر اساس ولاړې وي.
https://avapress.com/vdcdsz0fnyt0zk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته