دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۲۷
د مطلب کود : 127521
ولسمشر غني په امریکا کې برید وغانده
د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني په امریکا کې د هغه بریدګر برید وغانده چې په ترڅ کې یې ۵۰ تنه ووژل شول او ۵۳ نور ټپیان شول.
د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني په امریکا کې د هغه بریدګر برید وغانده چې په ترڅ کې یې ۵۰ تنه ووژل شول او ۵۳ نور ټپیان شول.
د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، ولسمشر غني په هېڅ شرایطو کې د ملکې کسانو وژنه لپاره توجه نه ویني.
ده خپل د خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب جمهور ولسمشر بارک اوباما، د متحده ایالاتو خلکو او له دغې پېښې څخه اغېزمن شویو کورنیو ته څرګندوي.
بله بلې خوا، د امریکا فلوریدا ایالت د پولیس چارواکي وايي چې داعش ډلې ته ژمن یوه وسله‎وال کس د همجنس‎پاله په شپني کلپ کې ۵۰ تنه په ډزو ووژل.
دغه برید د امریکا په اوسني تاریخ کې تر ټولو خونړۍ برید بلل شوي او د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، بارک اوباما دغه برید غندلی او هغه یې ترهګریز بللی دی.
اوباما وايي چې دغه برید د کرکې رېښې لري خو لا څېړونو ته اړتیا لري او تر هغه وخته باید په تمه پاتې شو.
په همدې حال کې، پولیس وایي چې بریدکوونکی عمر متین نومېده، افغاني‎الاصله امریکايي وه، ۲۹ کاله عمر یې درلود، دی د یوه افغان کډوال زوی وه چې په وروستیو کلونو کې دوه ځله تر پوښتنو او ګروګنو لاندې راغلی وه.
د متین مېرمن ویلی دي، دی یو احساساتي او رواني کس وه، او زیاته کړې یې ده، هیله یې درلوده د پولیسو افسر شي.
دې زیاته کړه، متین مخکې له دې په یوه امنیتي شرکت کې هم کار کړی دی.
د قانون‎ پلې کوونکي چارواکي وایي چې دغه برید له داعش څخه سرچینه اخلی خو تر اوسه پورې داسې شواهد په لاس کې نلري له داعش سره په مستقیم ډول د متین اړیکه ثابته کړي.
د فدرال پولیسو یو چارواکی وايي چې متین څو دقې مخې له برید څخه ۹۱۱ شمېرې ته زنګ وهلی او له داعش څخه یې خپل بیعت اعلان کړی دی.
تر اوسه دا نه ده څرګند چې آیا متین له ترهګرو ډلو سره د دغه برید په تړاو اړیکه درلوده او که نه؟
پولیسو ویلي دي چې وروسته له درېيو ساعتونو د برید سیمې ته د ننه شوي او برید کوونکی یې په داسې حال کې وژلی چې یو شمېر کسان یې برمته کړي وو.
https://avapress.com/vdcdx50ffyt0xk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته