دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۲۸
د مطلب کود : 115407
د  پولیو د واکسین کمپاین د مني د لوموړنی پړاو پيل شو
 د پولیو د واکسین کمپاین د مني لومړنی پړاو نن د عامې روغتیا وزارت لخوا په ټول هیواد کې پيل شو چې د دريو ورځو لپاره به دوام ومومي. 

پدې دریو ورځو کې د پنځو کالو لاندې ۹ میلیونه ماشومانو ته د پولیو د واکسین دوه څاڅکي او ۱،۸ میلیونه ماشومانو ته د ويټامین A ټابلیټونه تطبیقیږي. ددې پړاو مالي لګښت ۷،۳ میلیونه امریکايي ډالره کیږي چې د افغانستان د روغتیايی شرکاوو لخوا تمویلیږي.

دعامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز وویل: " دتیرو څو کلونو د پرمختګونو سره سره بیا هم افغانستان یو له هغه هیوادونو څخه دی چه دماشومانو او په تیره بیا دشیدو خوړونکو ماشومانو په ګوزڼ داخته کیدنو او مړینو لوړه کچه لری. د واکسین په واسطه دمخنیوی وړ ناروغۍ ددی اخته کیدنو او مړینو بنسټیز لاملونه جوړوی له دی امله دکتلوی معافیت دسیستم غښتلي کول او د هرې ولسوالۍ په کچه دپوښښ دکچی لوړول ډیر اړین دی."

دعامې روغتیا وزیر، په هیواد کې د پولیو د بشپړه د لمنځه وړلو لپاره د سیمه ایزو چارواکو، قومي او مذهبی مشرانو او ملاامامانو همکارۍ اړینه وبلله او همداراز د میندو او پلرونو څخه يې وغوښت چې د خپل د پنځو کالو لاندې ماشومان ددې واکسین د تطبیق لپاره هغو واکسیناتورانه حاضر کړي کوم چې ددې کار لپاره دهغوی د کورنو دروازې ورټکويي.

د ۲۰۱۵ زیږډيز کال له پیل څخه در تر دې دمه د پولیو ۷ مثبته پیښې دعامې روغتیا وزار لخوا ثبت شوي دي چې ۱ پیښه په هلمند ولایت کې، ۴ پیښې په فراه ولایت کې، یوه پيښه د هرات په شینډند ولسوالۍ کې او پوه پيښه هم د ننګرهار په ولایت کې رامنځته شوي دي. افغانستان، پاکستان او ناجریا د نړۍ هغه دري هیوادونو دي چې تر اوسه په کې د پولیو ناروغۍ د لمنخه وړل شوې نده
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdzk0f5yt0fo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته