دخپریدو نیټه :شنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۴۶
د مطلب کود : 89820
وقاد: پر آغا جان معتصم لگيدلي محديتونه لرې شوي
د افغانستان سولې عالي شورا مرستیال قاضي محمد امین وقاد په وینا په پاسپورټ کې د ځینو تخنیکي او ښايي امنیتي ستونزو له کبله پر ملا متعصم اغاجان د عربي متحده اماراتو د حکومت له لوري یو لړ محدودیتونه لګول شوي وو، چې وايي اوس دغه محدودیتونه لرې شوي دي.
د ښاغلي وقاد په وینا د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د متحده اماراتو له لوړپوړو چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړې او اوسمهال دغه ټول محدودیتونه لرې شوی دي.
د نوموړي په وینا متعصم اغاجان اوس په عادي حالت کې دی. قاضي امین وقاد هیله مندي څرګنده کړه، چې نوموړي به هغه تعامل بیا پیل کړي، چې له دې مخکې یې پیل کړی و. ښاغلي وقاد، متعصم اغاجان د سولې شورا او طالبانو تر منځ د سولې خبرو لړ کې مرکچي او دغو خبرو ته زمینه برابرونکي وباله.
له دې مخکې په یوه کم ساري او قهرېدلې غبرګون کې د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر ویلي و، چې په عربي اماراتو کې د معتصم اغا جان نیول کېدل د افغان سولې د هڅو د شنډولو لپاره اخیستل شوی ګام دی.
خو قاضي امین وقاد بي بي سي پښتو ویبپاڼې ته وویل، چې معتصم اغاجان نیول شوی نه و، بلکې خپل کور کې پرې یو لړ بندیزونه لګول شوي، چې له دې نه یو هم د هغه د ټیلیفون غیر فعال کېدل و.
بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي وویل معتصم اغا د فعالیتونو په باب کابل ټولې غاړې خبرې کړې وې.
« د متحدو ایالاتو په ګډون افغان حکومت ټولې ښکېلې غاړې په دوبۍ کې د افغان سولې لپاره د معتصم اغا جان پر سیاسي فعالیتونو خبرې کړې وې.
له ډيره وخته هر لورې په دې توافق کړی و چې دی به هلته د سولې د بهیر لپاره کار کوي.»
د افغانستان د ولسمشرۍ ویاند زیاتوي چې د متحدو عربي اماراتو د بهرنیو اړیکو یو فعال به له ښاغلي معتصم اغا سره هر ځای ملګری و.
افغان حکومت بې له دې چې د چا نوم واخلي یو وار بیا ویلي چې د سولې د بهیر لپاره خنډ پيدا کوونکي د دوی په وینا د افغانستان ښکاره او پټ غلیمان دي.
د طالبانو په واکمنۍ کې د ماليې وزیر او د طالبانو د حکومت له ړنګېدو وروسته په کوټه کې د طالبانو د سیاسي شورا مشر معتصم آغا جان نژدې یوه اوونۍ تري تم و.
د پنجشنبې په ورځ ( د اپریل ۱۷) د افغانستان د سولې عالي شورا ومنله چې معتصم آغا جان په عربي متحده اماراتو کې په خپل کور کې نظر بند شوی دی.
معتصم اغا جان د ۲۰۱۱ کال د اګست میاشت کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د وسله والو له لوري يو ځل په نښه شو چې په پایله کې يې ټپي شو.
له دې پېښې وروسته دی ترکیې ته ولاړ او وخت نا وخت یې داسې ښوولې چې د سولې د بهیر مرستې ته لېواله دی.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdce7v8v.jh8owi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته