دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۳۹
د مطلب کود : 131149
د لویې جرګې جوړېدل د حکومت په کاري لومړیتوب کې دی
د ملي یووالي حکومت د لویې جرګې جوړېدل له خپلو کاري لومړیتوبونو څخه ګڼي خو ولسمشرماڼۍ او اجرائیه ریاست وايي دغه کار وخت ته اړتیا لري.

د ملي یووالي حکومت د لویې جرګې جوړېدل له خپلو کاري لومړیتوبونو څخه ګڼي خو ولسمشرماڼۍ او اجرائیه ریاست وايي دغه کار وخت ته اړتیا لري.
ولسمشرۍ ماڼۍ په دې باور ده چې د لویې جرګې له جوړېدو مخکې باید د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې ترسره شي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وايي:«تر هغه وخته چې موږ د ولسوالیو شوراګانې ونه لرو،د اساسي قانون لویه جرګه، جوړېدل هم د بشپړو غړو څخه پرته هم سخت کار دی!نو له دې امله کله چې د ولسوالیو د شوارګانو او پارلماني ټاکنې شي،د اساسي قانون لویې جرګې ته هم لاره هوارېږي.»
اخوا د ولسي جرګي یو شمېر غړي وايي چې د ملي یووالي حکومت د جوړېدو هوکړه پای ته رسېدلې او له دي وروسته به د اجرائیه ریاست بودیجه تصویب نه کړي.
د ولسي جرګې غړي غلام حسین ناصري وايي:«هیله لرم چې استازي،په یوه غږ،هغه بودیجه چې د اجرائيه ریاست تر نامه لاندې راوړي،دا لغوه کړو؛د دې لپاره چې د قانون په سمون کې،د ادارې واحدونو رامنځته کول او لغوه کول د ولسي جرګې د صلاحیتونو له برخې څخه دي.»
د ولسي جرګې غړي محمد نعیم لالي حمیدزي هم زیاته کړه:«په دغو دوه کلونو کې،هغه ستونزې چې په دغه حکومت کې رامنځته شوي دي،لکه د کندز پرځېدل او اوس هم په ارزګان کې جګړه او هغه وضعیت چې اوس په ۲۰ ولایتونو کې جریان لري،دغه ټول د همغدغه ملي یووالي حکومت له امله دي چې د امینه قومندان یو ګماري او والي یې بل او بل چارواکی بل!»
خو دغو ویناو په اړه د اجرائیه ریاست غبرګون څه دی؟.
د اجرائیه ریاست دویم مرستیال په دې اړه وویل:«دوه کلن چې شو،په لاره تلای شي تر یوې کچې زحمت یې کمېږي!انشاالله چې هیله لرو چې له دوه کلنۍ څخه وروسته هم،په ښه شان سره په مخ ولاړ شي.هیله لرو،ځکه چې زموږ د هېواد قوانین او مقرارت داسې دي چې د پنځو کلونو په لړ کې ټاکنې کېږي.»
ډېری کسان په دې باور دي چې ملي یووالي حکومت په تېرو دوه کلونو کې هغه ژمنې چې د دغه حکومت مشرانو منلې وې په سمه توګه نه دي عملي کړي.
هغوی د ملي یووالي حکومت په کړنو د ملي شورا لخوا په څارنې ټینګار کوي که څه هم چې ملي شورا هم خپل هغه دویم کال ته رسېدلی چې له قانوني پنځو کلونو څخه پرته دوام لري.

https://avapress.com/vdceez8zojh8xzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته