دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۵۴
د مطلب کود : 111042
ثبات پروګرام د ۲۵۲ میلیونو افغانیو په لګښت د پروژو د پیل او پای وروسته خپلې چارې پای ته رسوي
 د میدان وردګو ولایت د کلیو پراختیا ادارې د ثبات پروګرام له لورې د ۲۵۲ میلیونو افغانیو په لګښت د ۶۶ پروژو د بشپړېدو او ۶۱ نورو پروژو د چارو له پیل کېدو وروسته په دغه ولایت کې خپل فعالیت پای ته رسوي.

د دغه معلوماتو د ورکولو په موخه د میدان وردګو ولایت مقام کې د دغه ولایت د سرپرست والي په مشرۍ نن ( دوشنبه) د ادارو د مسؤلینو او پرمختیایي شوراګانو به ګډون غونډه جوړه شوې وه .

د کلیو پراختیا او بیارغاونې رئیس انجینرجان محمد حکمتجو وویل د ثبات پروګرام د پرمختیايي شوراګانو په همکارۍ په میدانښار،جلریز،چک،نرخ او سیداباد ولسوالیو کې خپلې پروژې پلي کړي دي .

هغه زیاته کړه، دوی د خپلې کارې مودې په ترڅ کې د ۱۲۷ میلیونو افغانیو په لګښت ۶۶ بېلابېلې د بیارغاونې پروژې،چې په کې استنادي دیوالونه، لوبغالي،پولچکونه،د اوبو ذخیرې،کانالونه،د سړکونو جغل اندازي،د مکتوبونو د احاطې دیوالونه او نورې شاملي دي،بشپړي کړي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې د ۱۲۵ میلیونو افغانیو په لګښت د ثبات پروګرام له لورې ۶۱ نورې پروژې هم تر کار لاندې دي،چې د یو شمېر پروژو چارې به هم ژر پای ته ورسیږي .

ښاغلي حکمتجو ډاډ ورکړ،چې د ثبات پروګرام څخه پیل شوي پروژې به د دوی لخوا د نورو پروګرامونو په ترڅ کې بشپړي کړي .

ده وویل د ثبات پروګرام په دغه ولایت کې د شاوخوا درې کلن خدمت وروسته د راتلوونکې میاشتې په موده کې خپلې ټولې چارې په دغه ولایت کې پای ته رسوي او له همدې امله یې د مسؤلینو سره وروستۍ د معلوماتو د ورکولو غونډه جوړه کړېده.

د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د کلیو پراختیا ادارې د ثبات پروګرام د چارو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، د ثبات پروګرام په رښتینې ډول د ثبات لپاره په دغه ولایت کې کار وکړ.

ده زیاته کړه، ثبات پروګرام ټولې پروژې د ثبات د رامنځته کېدو په موخه د سیمه ییزو،پرمختیایي او کلیوالي شوراګانو لخوا پلي کړي او هغه شوراګانې چې د خپلې سیمې لپاره یې په ښه توګه کار کړی،ترې ولایت مقام او ټول مسؤلین مننه کوي .

تر دې وړاندې په میدان وردګو ولایت کې لسګونه بېلابېلو مرستندویه ادارو په بېلابېلو برخو کې پروژې پلي کړي او خپلې چارې یې په دغه ولایت کې بشپړي کړي .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceez8zwjh8z7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته