دخپریدو نیټه :جمعه ۵ سنبله ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۳۹
د مطلب کود : 130078
ترکیه؛ هغه دولت چی ځان تیر باسی!

د ترکیی دځمکنی ځواک څخه د تانکرانو او زراوو وګړو تیریدل د سوریی د مرزونو څخه او د امریکایی ائتلاف سره همکاری په جرابلس کی داعش سره په نمایشی جنګ کی دا څرګندوی چی ترکیه د بشار اسد ددولت او دهغه د متحدانو د خطا ایستلو قصد درلودی.

په ترکیه کی د نافرجام د کودتا وروسته ځینی پردی نظر و چی شاید دترکیی دولت ددا لپاره چی امریکا دجنرال ګولن دکودتا حمایت کوونکی وو خپل اړیکی د امریکا سره شول کړی ، د ترکیی او امریکا د مقاماتو څینی اظهارات هم دا ګمان تقویه کوی.

او داسی ګمان کیدی چی د ترکیی مشران هم کوشش کوی چی دا نظریه د ټولو خلګو په ذهن کی داخل کړی او خلګ دا ګمان وکړی چی کودتا د واشنګتن او انقره ترمنځ فاصله ډیر کړی دی.

مګر د ترکیی دځمکنی ځواکونو،تانکونو او توپونو ننوتل دسوریی و خاوری ته او هغه هم دداعش سره دمبارزه لپاره د امریکا په رهبری سره ډیر ژیر دا واقعیت څرګند شو چی ترکیه او امریکا به دایمی همکاری دتروریزم پر ضد په عراق او سوریه کی ولری.

ترکیه په څوشپو او ورځو کی وکولای سوای چی د سوریی دولت او دهغه متحدان تیرباسی او هغوی ته داسی وښیی چی په ترکیه کی دناکامی کودتا وروسته وضعیت تغیر کړی او د ترکیی مشران غواړی چی دمریکا سره داړیکی او دداعش سره په مبارزه کی تجدید نظر وکړی.

مګر دترکیی دا اخیر حرکت په سوریه کی دسوریی ددولت داجازی پرته و سوریی ته ننوتل د ترکیی د دسرانو واقعیت څرګند کړ.

بشار اسد او دهغه متحدان بیرته د ترکیی موضوع تر څیړنی لاندی ونیوی او داغه حرکت ددی لامل سو چی دسوریی رهبران او متحدان په اظهاراتو کی غبرګون وښیی.

د سوریه ددایمی نمایندی اظهارات په سازمان ملل کی هم د توجه وړ دی چی د روسیی د اسپوتنیک د خبرګزاری سره په مصاحبه کی وویل: د داعش د تروریستی ډلی سره مبارزه مخکی له دی چی په ترکیه کی ورسره مبارزه وسی ناممکنه دی.

ترکیه څنګه ادعا کوی چی په جرابلس کی د لشکرکشی هدف داعش دی حال دا چی دداعش تروریستی ډله د ترکیی په اجازی سره تشکیل سوی دی.

ترکیه دداعش دتروریستی ډلی څخه حمایت کړی او په زرهاوو دتیوتا موتران او نور تجهیزات د اوکراین،کرواسی او بلغارستان څخه ورته خریداری کړی دی.

نو که ترکیه غواړی چی دتروریزم سره په مبارزه کی دسوریی سره همکاری وکړی باید دسوریی ددولت سره هماهنګ سی او دتروریستی ډلو هر اطلاعات ددا دولت سره شریک کړی.

په هغه صورت کی چی امریکا د (بین المللی ائطلاف) د نهاد په جوړولو سره د سوریی ملی حاکمیت نقض کړی وو. که نه نو نن ترکیه د نظامی عملیات جرات په سوریه کی نه درلودی.

هغه څه چی نن د سوریی په شمال کی جریان لری زوړ داستان دی ځکه چی د ترکیی رژیم کلونه کلونه دی چی تروریستان د خپل خاوری څخه و سوریی ته دسوریی دحاکمیت دنقض کولو لپاره استوی.

ترکیه لومړنی هیواد دی چی د تروریستانو څخه حمایت کړی او هغه تروریستان چی د عربی هیوادو دمالی حمایت څخه برخمن دی وسوریی ته وارد کړی دی. په هر حال د ډیرو پوهانو په عقیده د اردوغان دولت په دا تکراری او بی ریشی سیاستونو سره کوم ګټه نه سی ترلاسه کولای او یواځی خپل دولت اوهیواد تیر باسی نه سوریه او نه دهغه تیز هوشه متحدان.

https://avapress.com/vdcef78zvjh8x7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته