دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۵۸
د مطلب کود : 94617
په کابل کې د هوايي قواوو د افسرانو پر موټر انتحاري حملې ۷تنه وژلي

دکابل پولیس وايي، چې نن سهار د دفاع وزارت د مامورینو پر موټر انتحاري حمله کې اووه تنه وژل شوي او شپاړس ټپیان دي.
د کابل د امنیي قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي ازادۍ راډیو ته وویل، په وژل شوو کسانو کې ملکیان هم شامل دي:
″په هغه انتحاري حمله کې چې نن سهار اووه بجې د ملي دفاع وزارت د کارکونکو د عملېي پر موټر رامنځته شوه، تر اوسه زموږ د پولیسو څیړنې نه دي بشپړ شوي، خو هغه معلومات چې مو د کابل د بېلابېلو روغتونو څخه تر لاسه کړي اووه تنه وژل شوي شپاړس تنه ټپیان شوي دي.″
ښاغلي ستانکزي زیاته کړه چې؛ د پېښې په اړه پلټنې پيل شوي دي.
وسله والو طالبانو د یادې پيښې مسوولیت په غاړه اخستی دی.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس (اوا)
https://avapress.com/vdcefp8o.jh8ezi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته