دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۵۷
د مطلب کود : 113473
جمهور رئیس غني د ولسي جرګې رئیس او د کندز وکیلانو سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني تېره شپه د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي او د کندز ولایت وکیلانو سره وکتل.
په دغه لیدنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د کورنیو چارو وزیر او د ملي دفاع وزارت سرپرست د کندز ولایت د امنیتي وضعیت په اړه خپل راپورونه او د دولت د نویو تدابیرو په اړه معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه په دې لیدنه کې د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي او د کندز ولایت وکیلانو د دغه ولایت د وضعیت او په کندز ولایت کې د جدي امنیتي تدابیرو په هکله خپل نظریات او وړاندیزونه د هېواد جمهور رئیس ته وړاندې کړل.
جمهور رئیس غني په ولسي جرګه د ترهګریز برید له امله خواشیني څرګنده کړه او د خدای تعالی شکر یې ادا کړ ، چې په یاده پېښه کې د ملي شورا غړو ته زیان ونه رسېد.
جمهور رئیس د کندز ولایت د وضعیت په هکله د ولسي جرګې د رئیس او د کندز ولایت د وکیلانو د وړاندیزونو او نظریاتو مننه وکړه او وې ویل، د له لاسه وتلیو سیمو د بېرته نیولو لپاره جدي تدابیر نیول شوي او د هېواد د شمال شرق ټوله حوزه به د ترهګرو له شتون څخه تصفیه شي.
جمهور رئیس غني له وکیلانو څخه وغوښتل چې خلکو ته په روحیه ورکولو او د هېواد له امنیتي ځواکونو څخه د خلکو د ملاتړ او مرستې د پیاوړي کولو لپاره هلې ځلې وکړي او زیاته یې کړه چې له دوی سره به په راتلونکي کې هم سلامشورې وکړي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcefx8zxjh8zei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته