دغه بیړۍ د پاکستان پنجاب ایالت د ملتان ښار په چناب سیند کې د زورورو څپو له امله اوښتې.
په پنجاب او د پاکستان په نورو سیمو کې له تېر څه وخت راهیسې د بارانونو او سېلابونو له امله د چناب سیند اوبه پورته راختلي.
په بېړۍ کې د ناوې او د واده زلمي په ګډون د ورا ۳۷ کسان سپاره وو.
د ملتان د ځایي چارواکو په ګډون د بېړنیو مرستو عملې د ناوې په ګډون ۲۰ کسان وژغورل او د واده زلمي په ګډون ۱۷ کسان ووژل شول.
د ملتان چارواکو په وینا د ټولو ۱۷ کسانو مړي یې له اوبو را ایستي.
دوی ویلي ټول مړه شوي کسان د یوې کورنۍ دي چې دوه ماشومان هم په کې شامل دي.
کښتۍ له ساحله یوازې د ۲۰۰ مېترو په واټن کې وه چې زورورې څپې پرې راغلې او چپه شوه.
پاکستان په ځانګړي ډول د پنجاب په ځینو ښارونو کې د تیزو او زورورو بارانونو له امله د چناب سیند اوبه پورته راغلي چې ګنې سیمې یې لاندې کړې هم دي.