دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۲۸
د مطلب کود : 94699
په پکتیا کې د ۲۹۸ محلونو رایې وڅيړل شوې
په پکتیا ولایت کې د چهارشنبې په ورځ د ۲۹۸ محلونو رایې وڅيړل شوې.
د دغه ولایت د انتخاباتو کمیسیون مسوولان وايي، چې یادې شوې رایې چې ۴۰ سلنه جوړوي د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د لایحې له مخې د انتخاباتي څارونکو او د مدني ټولو فعالانو په شتون کې څيړل شوي دي.
د پکتیا د انتخاباتو کمیسیون رییس رحمت الله حقمل وویل، چې په دغو محلونو کومه ستونزه نه ده لیدل شوې.
په پکتیا کې د دغو ۲۹۸ محلونو رایې په داسې حال کې څیړل کیږي چې د ټاکنو خپلواک کمیسون اعلان وکړ چې؛ د یو شمېر نورو ولایتونو ترڅنګ دې په پکتیا ،پکتیکا او خوست ولایتونو کې هغه رایې وڅېړل شي چې په محلاتو کې يې له۵۹۰ څخه زياتې رايې کارېدلې وي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdceop8o.jh8eoi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته