دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۲۰
د مطلب کود : 90189
د انتخاباتو د رسنیو خپلواک کمیسیون وايي؛ څوارلس کورنۍ رسنۍ یې د انتخاباتو په اړه خپرونو کې د سرغړاونې له امله جریمه کړي دي.
د دې کمیسیون رییسې فریدې نیکزاد نن په یوه خبري ناسته کې وویل؛ دا یوه راډیواو دیارلس ټلویزیونه ځکه نقدي جریمه شوي چې؛ د انتخاباتو په اړه یې بې طرفانه رپوټونه نه دي خپاره کړي او د چوپتیا په دوره کې یې اصول نه دي مراعات کړي.
"د انتخاباتو په جریان کې د رسنیو د فعالیتونو د تنظیم لایحه نه مراعات کول؛ په ځانګړي توګه د همدغې لایحې د نهمې مادې نقض کول چې؛ د چوپتیا په مرحله کې دوی پوښښ درلود دا زموږ لپاره د زغمولو نه وه."
د میرمن نیکزاد په وینا دغه رسنۍ له پنځو تر پنځه اویا زرو افغانیو جریمه شوي.
نوموړې همدارنګه هغه رسنۍ وستایلي چې؛ د انتخاباتوپه اړه یې مسلکي او بې طرفانه راپورونه خپاره کړي دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdceoz8o.jh87vi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته