د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ ملي تدارکاتو کمیسیون پرون شپه په ارګ کې د شاوخوا ۳۷۰میلیون افغانیو په ارزښت شپږ قراردادونه منظور کړل.
په منظور شویو قراردادونو کې د فاریاب ولایت پوهنتون لپاره د معلوماتي تکنالوژۍ د مرکز ایجاد، په پکتیا ولایت کې له جاني خیلو څخه تر سورکي کوتله په جغلي فرش د سړک بیارغاونه او د نیمروز ولایت د زرنج له ښار څخه تر کنګ ولسوالۍ پورې د قیر په وسیله د سړک بیارغاونه شامله ده.
همدارنګه د بدخشان ولایت د فیض اباد څخه تر بهارک پورې د ۴۴کیلومتره سړک جوړولو پروژې د قیمت له زیاتوالي سره د څو قراردادونو تعدیل، د بدخشان ولایت د فیض آباد څخه تر بهارک پورې د سړک د څارنې په موخه د مشورتي خدمتونو پروژې د وخت غځول او د چاپيریال ساتنې د مرکزي اداري د ودانۍ جوړولو د وخت تمدید، کمیسیون تائید کړل.
ملي تدارکاتو کمیسیون د کورنیو چارو وزارت د لیلیې تجهیزاتو او پنځه قلمه البسوي عینیاتو او د وسایطو ۲۲قلمه پرزو (ټایر او بټرۍ)، د ترافیکي او ګمرکي اسنادو نه درلودونکي وسیلو د راجستر او ثبت خدمتونو د تدارک وړاندیز او همدارنګه د حامد کرزي بین المللي هوايي ډګر د حفظ او مراقبت په خاطر د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې وړاندیز شوی قرارداد رد کړ.
کمیسیون پرېکړه وکړه چې د کورنیو چارو وزارت د وسایطو پرزو او البسوي عینیاتو د تدارک دوه پروژې او همدارنګه د حامدکرزي بین المللي هوايي ډګر د حفظ او مراقبت قرارداد دې بیا پرانیستې داوطلبۍ ته وړاندې شي. خو د ګمرکي او ترافیکي اسنادو د نه درلودونکو وسایطو د ثبت خدمتونو پروژې په برخه کې پرېکړه وشوه چې د مناسبو دولتي میکانیزمونو څخه دي کار واخېستل شي او قرارداد ته اړتیا نشته.
سربېره پرې دې، ملي تدارکاتو کمیسیون لارښوونه وکړه هر هغه شرکت چې د داوطلبۍ په دغه پروسه کې بریالی کېږي اصلي مالکیت دې تثبیت او وارزول شي. غونډې د حامد کرزي بین المللي هوايي ډګر د حفظ او مراقبت د دوام په اړه د داوطلبۍ د نوې پروسې تر بشپړېدو پورې د ملکی هوایي چلند خپلواکې ادارې ته لازمې لارښوونې وکړي.
ملي تدارکاتو کمیسیون په بلخ ولایت کې د اداري ودانۍ د جوړولو لپاره د ښار او کور جوړولو وزارت وړاندیز شوی قرارداد د نقشې او حجم د لا زیاتې ارزونې په خاطر ور وګرځاوه. د دې ترڅنګ د ښار او کور جوړولو وزارت د پغمان ماڼۍ په اړه د ترسره شوې ارزونې راپور کمیسیون ته وړاندې کړ او په دې برخه کې د راپور د ارزونې او بشپړولو په موخه مشخصې لارښوونې وشوې.
ملي تدارکاتو کمیسیون مالیې وزارت او په زیربنايي چارو کې د جمهوررئیس سترسلاکار ته دنده وسپارله، څو په وزارتونو او دولتي ادارو کې د (PMOs) پروژو د ټولو واحدونو ظرفیت، مدیریت او کړنې چې د اسیا پرمختیايي بانک له خوا تمویلېږي، وارزوي.
په دغه غونډه کې د کمیسیون پر غړو سربېره، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو، د سیګار، فسادسره د مبارزې پارلماني کاکس او غوڅ ملاتړ د سیستیکا ادارې د شفافیت ناظرینو ګډون کړی وو.
ارگ - ریاست جمهوری