دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۱۰
د مطلب کود : 119521
په زابل کې د یرغمل شوېو کسانو د خوشې کېدو هڅې روانې دي
د زابل د والي ویاند ته وویل، امنیتي ځواکونو هغه سیمې ته چې ګومان کې یرغمل په کې ساتل کیږي تللې لارې تړلي او قومي مشران بیا له یرغمل نیونکو سره په خبرو بوخت دي.

د شنبې په ورځ دغلته د ۲۰ په شاوخوا کې ولسي افغانان د یو شمېر وسله والو له خوا تښتول شوي دي.

د زابل چارواکي وايي، په خپلو ټولو امکاناتو هڅه کوي چې دغلته وروستي یرغمل شوي کسان د یرغمل نیونکو له منګولو په خوندي توګه خوشې کړي.

د دې ولایت د والي ویاند ګل اسلام سیال ازادي راډیو ته وویل که له یوې خوا قومي مشران او سپین ږیري د یرغمل نیونکو سره په خبرو بوخت دي څو تښتول شوي کسان خوشې کړي، بل خوا امنیتي ځواکونو هغه سیمې ته چې ګومان کوي یرغمل شوي کسان په کې دي تللې لارې تړلي دي.

که څه هم چارواکي وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې یرغمل شوي کسان د کوم قوم دي، خو د زابل د ولایتي شورا مشر عطا جان حق بیان د شنبې په ورځ په کومه ورځ چې دا کسان یرغمل شوي وو، وویل، تښتول شوي کسان تقریباً ۲۰ تنه دي او ټول هزاره ټبري افغانان دي.

بل خوا د افغان حکومت د اجرایه ریاست یوې سرچیني ازادي راډیو ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دا یرغمل نیونه د نورو داسې یرغمل نیونو سره توپیر لري.

دې سرچینې که څه هم په دې اړه ډیر جزییات ورنه کړل، خو ویې ویل، دیرغمل نیونې دا قضیه د یوې سیمه ییزې شخړې وروسته رامنځ ته شوې ده.

دې سرچیني ازادي راډیو ته ویلي چې پرون د وزیرانو د شورا په غونډه کې پر دې مسالې او یرغمل شویو کسانو د خوندي خوشې کولو لپاره د امنیتي ځواکونو د تکتیکونو پر بدلوناو لارو چارو بحث کړی.

په عین حال کېد ولسي جرګي ریس وايي، دا ډول تښتونې او یرغمل نیونې په هېواد کې قومي شخړو ته لمن وهي .

عبدالروف ابراهیمي پرون د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل:

"په ډله ییزه توګه زموږ د هېوادوالو یرغمل نیونه او تښتول په حقیقت کې د افغانستان د متحد ملت د یو والي په وړاندې یو ډیره خطرناکه توطیه ده."

تر دې مخکې هم یو شمېر تښتول شوي هزاره ټبري افغانان چې ټول یې ولسي خلک وو، څو میاشتې وځورول شول چې بالاخره له دوی څخه اوتنه د یرغمل نیونکو له خوا ووژل شول.

دې وژنې په کابل کې پراخ اعتراضونه او پر حکومتي چارواکو انتقادونه راپورته کړل .

افغان حکومت ژمنه کړې چې لویې لارې به خوندي کړي څو د مساپرو دا ډول یرغمل کیدو مخه ونیسي خو تر اوسه پورې نه دي توانیدلي چې په بشپړه توګه د خلکو د تګ راتګ لارې له وسله والو ډلو خوندي کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcewo8zzjh8zni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته