دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۲۹
د مطلب کود : 97272

د امریکا متحدوایالتونو د داسې معلوماتو په بدل کې چې له مخې یې په پاکستان کې د حقاني د شبکې د څلور لوړو پوړو چارواکو څخه کوم یو ونیول شي د پنځه میلونو ډالرو جایزې اعلان کړې دی.
د چارشنبې په ورځ واشنګټن همدارنګه اعلان وکړ، چې د حقانې د شبکې د مشرسراج الدین حقاني د ځای په اړه د معلوماتو په بدل کې یې پخوانۍ اعلان شوې جایزه دوه چنده یعنې لس میلونه ډالره کړې ده.
د پنځو میلونو ډالرو انعام د نوموړي د درې خپلوانو عزیز حقانۍ، خلیل الرحمن حقاني، یحیی حقاني او د عبدالروف ذاکر په اړه د معلوماتو په بدل کې اعلان شوي دي.
د حقانۍ وسلواله ډله چې په شمالي وزیرستان کې یې مرکزونه دي په افغانستان کې پرافغان او امریکايي اهدافو په بېلابېلو خونړیو بریدونه تورنه ده.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdceww8o.jh8ffi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته