دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۲۴
د مطلب کود : 102736
جمهور رئیس غني: د ملي وحدت حکومت به د فکر او عمل د یووالي یوه ښه بېلګه و اوسي
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار په مشرۍ د دغې جرګې له یو شمېر غړو سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ ترسره شوه، لومړی د پکتیکا ولایت د یحیی خیلو په ولسوالۍ کې د پروني ځان مرګي تروریستي برید شهیدانو ته دعا وشوه او ټپیانو ته د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله وشوه.
بیا په مشرانو جرګه کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د خلکو استازو په وار سره د امنیت، پوهنې، لوړ زده کړو، برېښنا، روغتیایي خدمتونو، د اوبو د بندونو اوسړکونو په برخه کې د خپلو اړوندو ولایتونو ستونزې له جمهور رئیس سره شریکې کړې او له هغه یي وغوښتل چې د هېواد په کچه د کرنې پراختیا، د دیني مدرسو جوړولو، د داخلي بې ځایه شویو کورنیو، معیوبینو او دکوچیانو د حالت ښه والي ته پاملرنه وکړي.
جمهور رئیس غني په دغه کتنه کې د مشرانو جرګې د غړو د خبرو له اورېدو وروسته وویل: په هېواد کې اوږدې جګړې دوام موږ ته غم، فساد او بې عدالتي په میراث را پرې ایښې ده له دې امله پکار ده چې افغانان په خپلو کې د فکر او عمل یووالی ولري، د ملي وحدت حکومت به د فکر او عمل د یووالي یوه ښه بېلګه و اوسي.
جمهور رئیس وویل، د افغانستان خلکو په ما باورکړی او زه یې دغه مقام ته رسولی یم چې د هېواد په اوسني وضعیت کې ښه والی راولم خو په هېواد کې موجودې ستونزې او ناخوالې دومره ډیرې دي چې نه شو کولای په یوځل او یا په لڼد مهال کې هغو ته د پای ټکی کیږدو.
ده څرګنده کړه چې لومړی باید موږ خپل هدفونه مشخص او بیا د هغو د عملي کولو لپاره لازم وسایل ولرو چې له بده مرغه زموږ بنیادي ستونزه دا ده چې موږ د خپلو ستونزو د حل لپاره لازم وسایل نه لرو.
جمهور رئیس د مشرانو جرګې غړو ته په خطاب کې وویل، ستاسو او د ټول افغان ولس له همکارۍ پرته نه شو کولای په ستونزو بریالي شو، خپلې سلا مشورې په دوامدار ډول را سره شریکې کړی ترڅو په هېواد د کتنې وړ بدلونونه رامنځته کړو.
جمهور رئیس غني وویل چي د مشرانو جرګې له غړو سره له دغې مشورتې غونډې وروسته به په راتلونکو غونډوکې له هغوی سره د عملي شویو اقداماتو په اړه خبرې وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcexw8zpjh87fi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته