دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۵۶
د مطلب کود : 142912
د ناټو د ځانګړو عملیاتو قوماندان ته د غازي میر مسجدي خان دولتي مډال ورکړل شو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ناټو د لویې قوماندانۍ د ځانګړو عملیاتو د قطعې لوی قوماندان تورنجنرال سکاټ هاوېل ته د غازي میرمسجدي خان دولتي مډال ورکړ.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، ارګ ماڼی وایي، ولسمشر غني په افغانستان کې د برتانیې د نړیوالې پرمختیایي ادارې مسئول کرېس آسټن ته هم د سیدجمال الدین افغان دولتي نښان ورکړ.

د ارګ ماڼی له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې تورنجنرال هاوېل او ښاغلي آسټن ته د میر مسجدي دولتي مډال او د سید جمال الدین افغان دولتي نښان تیره ماښم په جلا مراسمو کې ورکرل شول.

خبرپانه زیاتوي، چې، په دغه مراسمو کې چې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي، په عامه اړیکو او ستراتیژیکو ارتباطاتو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار شاه زمان میوندي او په افغانستان کې د برتانیا سفیر ډومینیک جرمي هم حضور درلود، د جمهوري ریاست فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر د جمهور رئیس فرمانونه ولوستل.

په فرمانونو کې راغلي وو چې تورنجنرال سکاټ هاوېل د خپل ماموریت پرمهال د امریکې د متحده ایالتونو او ناټو د ځانګړو عملیاتو د ځواکونو د عملي قوماندې او کنټرول او همدارنګه په افغانستان کې د برتانیې د نړیوالې پرمختیایي ادارې مسول کرېس آسټن په افغانستان کې د برتانیې هېواد د مرستو د ښې ادارې، تنظیم او تطبیق په برخه کې د هلو ځلو ترڅنګ ښې وړتیاوې ښودلې دي.

جمهور رئیس غني د تورنجنرال سکاټ هاوېل او کریس آسټن د غوره خدمتونو د قدرونې او له افغانستان سره د امریکا متحده ایالاتو او برتانیې هېواد د خلکو او دولتونو د رښتینو مرستو د مننې په خاطر هغوی ته دولتي مډال او نښان ورکړ.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcezw8zwjh8eoi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته