د پکتیکا والي عبدالکریم متین د پنج شنبې پر ورځ د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې په تالارکې یوې خبري غونډې ته وویل، چې په تېرو څو ورځو کې، د داعش د ډلې په اړه د ده د څرګندونو له امله ناسم پوهاوی رامنځته شوی دی.
د نوموړي په وینا، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت هېڅ وخت د ترهګرو ملاتړ نه دی کړی او همېشه یې د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه او مبارزه کې درنې قربانۍ ورکړې دي.
د پکتیکا والي زیاته کړه، چې له دې امله، چې د ده خبرو په عامه ذهنیت کې اندېښنې پیدا کړې دي ، د افغانستان له ملت او دولت څخه بخښنه غواړي: (( زه د خپلو خبرو له امله، چې عامه ذهنیت کې یې اندېښنې او ناسم پوهاوي رامنځته کړي دي، د افغانستان له ملت او دولت څخه بخښنه غوړم.))
د پکتیکا والي د افغانستان خلکو او دولت ته ډاډ ورکړ، چې د ترهګرۍ پر وړاندې په روانه مبارزه کې به له ټینګ هوډ سره، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د پالیسیو او برنامو تطبیق ته ادامه ورکوي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او خلکو ته د سوله ییز او ارام ژوند د زمینې برابرول خپله اساسي دنده بولي او ترهګرو ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانانو ژوند له ستونزو سره مخ کړي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)