دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۱۲
د مطلب کود : 94708
د نشه يي توکو په قاچاق کې د منځنۍ اسيا د هېوادونو لاس
د غربي هېوادونو پرهڅونه سربېره، د افغانستان اوپه شمال کې د منځني اسيايي ګاونډي هېوادونو ترمنځ اړيکې اوس هم، پرته له هغو اړيکو چې له پولي شااوخوا د مخدره توکو د قاچاق لپاره کارول کيږي، دومره ښې نه دي.
د يوروايشيا وويو د خپرونې د يوه راپور له مخې، په منځنۍ اسيا کې د مخدره توکو په قاچاق کې لاس لرونکي اصلاً د دولتي ادارو کاروکوونکي دي.
د پولې پرغاړه، د افغانستان او منځني اسيايي هېوادونو لکه د تاجکستان او ازبکستان ترمنځ د مخدره توکو د قاچاق ملاتړ، سمبالول او ژغورنه له دواړو خواوو د دولتي کارکوونکي او امنيتي ځواکونه کوي.
د يوروايشيا وويو د يوه راپور ټکي خپاره کړي دي چې؛ د کريسټيان بليوراو سيد رضا کاظمي له خوا ليکل شوی دی.
يورو ايشيا ليکي، چې راپور زياتوي چې د طالبانو د سقوط وروسته د افغانستان او منځني اسيايي هېوادونو ترمنځ د مخدره توکو قاچاق يو دوامداره اقتصادي پيوستون دی.
دا يوازينی د پولي شااوخوا هغه اقتصادي فعاليت دی چې د ټولو اړونده دولتي او غيردولتي کسانو له خوا يې ملاتړ کيږي.
دغه راپور زياتوي چې؛ د مخدره توکو په قاچاق کې د دولتي چارواکو لاس درلودل هغه غربي پاليسيانو ته، چې د مخدره توکو د قاچاق د له منځه وړلو لپاره جوړې شوي دي، ډېر زيان اوړي. په دې هڅو کې د غربي هېوادونو ملګري د منځنۍ اسيا دولتونه د مخدره توکو د قاچاق څخه ګټه پورته کوي.
راپور زياتوي، چې د افغانستان او پخواني شوروي د منځنۍ اسيايي جمهوريتونو ترمنځ د امنيتي خطرونو په هکله مبالغه کيږي. دا مبالغه په ځانګړې توګه د مخدره توکو د قاچاق او سخت دريځو اسلامپاله ډلو ترمنځ د ارتباط درلودلو په هکله کيږي او اصلًا په ټوله منځنۍ اسيا کې د مخدره توکو قاچاق د اقتصادي، ټولنيز، سياسي او امنيتي چوکاټ يا جوړښت برخه ګرزېدلی دی.
دا په دې مانا ده چې د قاچاق د کنترول لپاره دولتي ادارې، چې د بهرنيو هېوادونو له خوا روزل کيږي او مجهز کيږي، په اصل کې د مخدره توکو د قاچاق ملاتړ کوي.
پياوړي دولتي او امنيتي شخصيتونه د دولتي اسانتياوو او جوړښتوو څخه په کار اخيستلو سره په فعاله توګه د مافيا د قوي مشرانو سره په قاچاق کې مرسته کوي.
په منځنۍ اسيا کې، د دولت تر سيورې لاندې، د مخدره توکو قاچاق وړونکي يا دولتي چارواکي ډېر مخدره توکې په خپله له يو ځای څخه بل ته وړي. په عين حال کې دولتي امنيتي چارواکو د دغه قاچاق وړونکو د وړې کچې د سيالانو، چې په خپلواکه توګه کارکوي، پر نيولو خپله توجه متمرکزه کړې وي او ډېر ځلي دغه نيول شوي مخدره توکي د له منځه وړلو پرځای بيرته پلورل کيږي.
ځيني وختونه د مخدره توکو د قاچاق په تورهغه سياسي شخصيتونه او پخواني قومندانان نيول کيږي چې ډېرقوي شوي وي او د مرکزي قدرت له واکه د دباندې وتلو هڅې کوي. خو له ۱۹۹۱ را په دې خوا تراوسه په منځنۍ اسيا کې هيڅ لوی قاچاق وړونکی نه دی نيول شوی.
که څه هم دا خبره د افغانستان د ټولو ګاونډي منځني اسيايي هيوادونو به هکله ريښتيا ده خو په ځانګړې توګه د تاجکستان په هکله ډېره څرګنده ده.
د يوروايشيا ويو د خپرونې په وينا، راپور زياتوي که د تاجکستان دولت وغواړي هم نه شي کولای چې د لوړي کچې قاچاق وړونکي ونيسي ځکه چې د دې کار په عکس العمل کې نا امني او خونړۍ نښتې رامنځته کېدای شي.
د يوروايشيا ويو خپرونه د يوه څېړونکي هيلري ايوانز له خولې ليکي، زه دې نتيجې ته رسېدلې يم چې د مخدره توکو د ګټو پرته به د تاجکستان دولت يو ناکامه دولت وي چې په سيمه کې به د هيڅ چا په ګټه نه وي.
يوه غربي دولتي چارواکي، چې نوم يې نه دی اخيستل شوی، ويلي وو چې په تاجکستان کې د مخدره توکو پرخلاف هڅې يوه ټوکه ده. غرب دا خبره منلې ده چې مخدره توکې د افغانستان د شمالي پولې د امنيت بيه ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcfced1.w6djxaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته