دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۵۴
د مطلب کود : 104988
د کورنیو چارو وزارت د حامد کرزي نړېوال هوايي ډګر دامنیت ډاډ ورکوي

د نوې ډېلي له پروني خبرداري وروسته افغان امنیتي چارواکي د کابل د هوايي ډګر د امنیت ډاډ ورکوي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د امنیت لپاره یې کلک تدابیر نیولي دي.
د کابل له هوايي ډګر څخه د هند په ګډون هره ورځ د نړۍ بېلابېلو هېوادو ته الوتنې کېږي. د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي آزادۍ راډیو ته وویل چې د کابل د نړیوال هوايي ډګر د امنیت لپاره ټول تدابیر نیول شوي دي: "له ټولو امکاناتو څخه کار اخلو څو د پروازونو مصوونیت خوندي شي. موږ ثابته کړې چې له کابل څخه نړیوال پروازونه په دوامدار ډول شته؛ هندوستان او نور هېوادونه دې ډاډه واوسي؛ موږ خپل تدابیر لرو او دوهمه خبره دا چې تروریستان هم دومره توان نه لري چې د افغانستان د مهم هوايي ډګر د پروازونو لپاره کومه ستونزه یا مشکل ایجاد کړي."
هندي رسنیو پرون د استخباراتي ادارو په حواله راپور ورکړ چې د هند د یوې الوتکې د تښتولو ګواښ یې ترلاسه کړی. له دې وروسته د هند په ټولو هوايي ډګرونو کې کلک امنیتي تدابیر ونیول شول.
د راپورونو له مخې یوه نامعلوم کس پرون په کلکته کې د ایرانډیا دفتر ته ټلیفون کړی او په بنګالۍ ژبه یې ویلي چې د دې هوايي شرکت یوه الوتکه به وتښتول شي.
"ان. ډي. ټي. وي" NDTV چینل د استخباراتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې ښايي د ایرانډیا هغه الوتکه وتښتول شي چې افغانستان ته الوزي.
راپور زیاتوي چې ښايي دا الوتکه د اسلامي دولت ډلې یا داعش او یاهم د طالبانو له خوا وتښتول شي. امنیتي چارواکو دې ټلویزیوني چینل ته ویلي؛ ګومان کېږي چې وسله وال به د ایرانډیا الوتکه ځکه وتښتوي چې د هند ملي هوايي شرکت دی او جګپوړي هندي چارواکي افغانستان ته سفرونه پکې کوي.
د هند د ملکي هوايي الوتنو امنیتي اداره دا خبرداری په داسې حال کې ورکوي چې ټاکل شوې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د روانې جنوري میاشتې په وروستیو کې هند ته سفر وکړي. اوباما به د هغو مراسمو خاص مېلمه وي چې د جنوري په شپږویشتمه نېټه د هند د جمهوریت د ورځې په مناسبت په پام کې دي.
شپاړس کاله مخکې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال یو هندۍ الوتکه چې له نیپال څخه نوې ډېلي ته روانه وه وتښتول شوه. د اندین ایرلاینز دا ایربس الوتکه چې ۱۷۶ سپرلۍ پکې وې، په پاکستان کې د دېره حرکت المجاهدین ډلې وسله والو د هند قلمرو ته له ننوتو وروسته وتښتوله او څو نورو ښارونو ته له الوتو وروسته یې په کندهار کې راکوزه کړه. دې ډلې د هند له زندانونو د حرکت المجاهدین د دریو مهمو غړو له خوشې کېدو وروسته د اندین ایرلاین الوتکه پرېښوده.
هند یو له هغو هېوادونو څخه دی چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې یې د افغانستان له بیارغونې سره د پام وړ مرسته کړې ده.
وسله والو طالبانو چې ویل کېږي مرکزونه یې د هند په سیال هېواد پاکستان کې دي، له دې مخکې هم په افغانستان کې پر هندي اهدافو حملې کړې دي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس (اوا)
https://avapress.com/vdcfcjdycw6dx1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته