دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۳۲
د مطلب کود : 95833
افغانستان زیمبابوې ته په ۲ ویکټونو ماتې ورکړه
تاند- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم، نن زبمبابوې ته په درېمه یو ورځینۍ مسابقه کې په ۲ ویکټونو ماتې ورکړه.
افغان لوبغاړو په داسي حال کې زیمبابوې په دوو ویکټونو مات کړ چې ۲ توپونه یې لا لرل.
تر دې مخکې زیمبابوې له افغانستانه دوې پنځوس اوریزې سیالۍ ګټلي دي.
نن بیټنګ زیمبابوې پیل کړ او د ۸ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې یې افغانستان ته ۳۶۲ منډې هدف وټاکه. په تېرو دوو مسابقو کې پچه زیمبابوې ګټلې وه او دواړه واري یېغوره وبلله چې اول بیټنګ افغانستان وکړي.
افغان لوبغاړو د تېرو لوبو خلاف ښه بیټنګ پیل کړ. جاوید احمدي په ۸۰ توپونو ۵۶ منډې جوړې کړې. عثمان غني په ۶۸ توپونو ۴۳ منډې وکړې.نصیر جمال او محمد نبي هم ښه ولوبېدل. کیپتان محمد نبي په ۴۸ توپونو ۴۲ منډې وکړې او جمال بیا په ۴۵ توپونو ۲۸ رنزونه وکړل.
دولت ځدراڼ په ۲۱ توپونو ۲۴ منډې وکړې او ترپایه ونه سوځېد. شرف الدین شرف په ۱۷ توپونو ۱۴ منډې جوړې کړې.
دولت ځدراڼ او افتاب عالم دوه – دوه لوبغاړي وسوځول.
افغانستان تر دې وړاندې د کرکټ د نړیوالې شورا یوه بل بشپړ هیواد یعني بنګله دېش ته هم په اسیايي سیالیو کې ماتې ورکړې وه.
په نننۍ مسابقه کې دولت ځدراڼ ۴ شپږیزې ووهلې.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له زیمبابوې سره څلورو یو ورځینۍ او دوې څلور ورځینۍ مسابقې کوي.
د دواړو هیوادونو بله مسابقه به د پنجشنبې په ورځ د زیمبابوې په کوین سپورټ کلب کې وشي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfmcd1.w6dtmaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته