دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۰۸:۱۷
د مطلب کود : 98966
افغانستان نباید د بهرنيو هېوادونو د رقابت ډګر واوسي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس حامد کرزي د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو له ځانګړي استازي، دانیل فلد من او په کابل کې د هغه هېواد له سفير جیمز کنینګهم سره وکتل.
په دغه کتنه کې امریکايي ديپلوماتانو د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس ته د جمهوري ریاست د انتخاباتو د بهير د وروستيو پرمختګونو د څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړل.
د هېواد جمهور رئيس وویل: د امریکا متحده ایالتونه په دې دلیل چې له پيل راهيسې د جمهوري ریاست د انتخاباتو په بهیر کې فعاله ونډه لرلې ده، دا ایجابوي چې د دغې پروسې په بریالۍ توګه د پای ته رسولو په برخه کې د افغانستان په خير کار وکړي.
جمهور رئیس څرګنده کړه چې افغانستان نباید د بهرنيو هېوادونو د رقابت ډګر واوسي. جمهور رئيس کرزي زیاته کړه، لازمه ده چې د امریکا متحده ایالتونه د افغانستان د اوضاع په اړه له نورو هېوادونو سره د تفاهم فضا ولټوي.

جمهور رئيس زیاته کړه چې د افغانستان د انتخاباتو پروسه له حده وتلې اوږده شوې ده او د افغانستان خلک يې په ډېرې اندېښنې سره تعقیبوي.

جمهور رئیس کرزي زیاته کړه: د افغانستان خلک غواړي چې دغه بهير ژر ترژره بشپړ شي، ترڅو نوی جمهور رئيس او د هېواد راتلونکی حکومت خپل کار ژر پیل کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfv1d1.w6dcvaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته