دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۱۰
د مطلب کود : 107804
د امریکا خارجه وزیر له ایران سره د ایټمي خبرو لپاره جنیوا ته ورسیده
د امریکا خارجه وزیر له ایران سره د ایټمي خبرو لپاره جنیوا ته ورسیده .
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا خارجه وزیر پرون د ایران له خارجه وزیر جواد ظریف سره د خبرو اترو لپاره جنیوا ته ورسیده .
راپور وایي چې د ایران او د پینځه جمع یو ډلې ایټمي مذاکرات به د ایران اوامریکا دخارجه وزیرانو په شتون په راتلونکو دریو ورځو کې ترسره شي.
د ایران ایټمي ټیم هم د ده خبرو لپاره نن جنیوا ته روانیږي.
راپور وایي چې د ایران خارجه وزیران به اول په جنیوا کې د ملګرو ملتو دبشري حقوقو دشورا په اته ویشتمې غونډې کې وینا وکړي او بیا به د ځینو هیوادونوله مقاماتو سره کتنه ولري.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfxedyjw6dxca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته