دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۳۴
د مطلب کود : 134714
د رسنیو تخریبی نقد منع دی!
محمد اشرف غنی؛ د هیواد رییس جمهور مزارشریف ته د امنیتی وضعیت د څیړنی لپاره، د ۲۰۹ قول اردو شاهین سره ولاړل او د نظامی ځواکونو لپاره خبری وکړی.
هغه د افغانستان دامنیتی ځواکونو څخه مننه وکړه او دهغوی څخه وغوښتل چی د رسنیو قضاوتونو څخه بی پروا سی.
هر پدیدی په اړه کیدلای سی نظریی وړاندی سی او د څیړنی لاندی ونیول سی. رسنی د بشری ټولنی د بی شمارو مواردو څخه دی چی د نظر او نقد اهلیت لری او هرڅوک چی په هر ځای کی وی د نقد او څیړنی د هر رسنی دا لری.
د بحث د ادامی لپاره د نقد او دهغه د بیلګو او همدارنګه د ډیر رایج شیوه د پدیدو د نقد لپاره وڅیړو:
نقد مختلف ډولونه لری. ډولونه یی مشخص مرز نه لری.
منفی نقد
منفی نقد یعنی د یوڅه څخه اعتراض کول، یواځی ددی لپاره چی شکاره کړو هغه غلط، بی معنا او یا بدنام دی. دا ډول نقد عمومآ د یوڅیز غیری قبولیت شکاره کوی. منفی نقد همیشه د شخصی حملی په معنی تفسیر کیږی. امکان لری چی د منفی نقد هدف شخصی حمله نه وی. منفی نقد امکان لری چی یو شخص په توهین یا تهاجم کی قرار وکړی، چی په نتیجه کی هغه شخص دا نقد جدی ونیسی او هغه سره بد عکس العمل شکاره کړی. او هغه اړه لری دنقد په تعدادو پوری چی په یوځل څومره نقد ترسره کیږی. وګړی کولای سی یو منفی نقد تحمل کړی، خو امکان لری ډیر منفی نقدونه تحمل نه کړی، حداقل ټوله په یوه ځای نه سی تحمل کولای.
د منفی نقد یو مثبت ځانګرتیا دادی چی کولای سی دیو لید محدودیتونه شکاره کړی.
جوړونکی نقد: دا نقد غواړی چی د یو کار هدف نسبتآ په یو بهتره رویکرد شکاره کړی.
نقد کول په دی ځای کی د غلط شمیرلو په معنی نه دی او د یو کار هدف د احترام وړ دی، بلکی شکاره کوی چی هغه هدف دیو بل لاری هم چی ښه وی ترلاسه کولای سو. او یا شکاره کوی چی کارونه باید څنګه ترسره سی چی د ټولو د قبول وړ وګرځی.
منفی نقد او جوړونکی نقد، دواړه مختلف د استفادی ځایونه لری، خو معمولآ، دیو ښه نقد لپاره، ددی دوو تلفیق لازم دی.
همدارنګه ویل کیږی چی هغه وخت چی په یو کار کی نقد پیدا کوی، ښه دی چی دهغه کار د ښه ترسره کولو لپاره د حل لاری هم بیان سی.
تخریب کوونکی نقد: د تخریب کوونکی نقد هدف د هغه بل طرف نابود کول دی( لکه: ته باید چوپ سی او یو کار چی درته ویل کیږی، ترسره کړی). تخریب کوونکی نقد کوشش کوی چی مقابل لید یا نظر بی اعتباره ثابت کړی. ډیری وخت دا ډول نقدونه د تهدید او یا آزار وړ ګرځی.
اوس باید ولیدل سی چی د رییس جمهور نظریی په کوم کټه ګوری قرار لری.
درییس جمهور لحن په داسی شکل دی چی جوړوونکی نقد نادیده نیسی او د منفی او تخریب کوونکی نقد څخه استفاده کوی.
لیدل کیږی چی مخکنی رییس جمهور حامد کرزی او اوسنی رییس جمهور اشرف غنی دواړه په یو صفت کی دیو بل سره اشتراک لری او هغه احساسی خبری کول په یو قضیه کی دی چی دا ددی باعث ګرځی چی ویونکی غلطی ترسره کړی او د یو پدیدی په اړه بد قضاوت وکړی.
ټوله پوهیږو چی د رسنیو عمده او اصلی کار د دقیقو معلوماتو رسول دی او همدارنګه پوهیږو چی رسنی په دی برخه کی هر یو خپل کار ترسره کړی دی او ددی برخی څخه پر هغوی نه سو کولای چی حمله وکړو او یا هغوی د منفی او تخریب کوونکی نقد لاندی ونیسو.
بلی وو، کولای سو د رادیو ګانو او تلویزیونو برنامی تر منفی نقد لاندی ونیسو او دهغوی لپاره ځینی نور برنامی پیشنهاد کړو؛ په ډیر تاسف سره چی رییس جمهور دیو اسلامی هیواد د رهبر په حیث، هغه ته توجه نه دی کړی.
د محوری مخاطب نقد په شیوی سره، لیدل کیږی چی رییس جمهور د مزارشریف دنظامی ځواکونوپه منځ کی احساساتی سوی دی او داسی خبره یی پر ژبه راوړی دی چی دویلوڅخه یی نه ویل ښه وو او لیدل کیږی چی ډیر ژیر به خپل اظهاراتو ته تغیر ورکړی او د رسنیو سره د ملګری توب لاره ونیسی.
https://avapress.com/vdcfyjdyjw6dmea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته