دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۴۷
د مطلب کود : 104113
افغانستان او پاکستان د ترهګرۍ پر ضد په خپل منځ کې پر همکارۍ سلا وکړه
تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره په کتنه کې یو ځل بیا د پېښور پر پېښه خواشیني څرګنده کړه ویې ویل د پېښور حمله کوونکي د هغو تروریستانو په شان دي چې د پکتیکا په یحیاخېلو او د کابل په استقلال لېسه کې یې د افغانستان پر ماشومانو او ځوانانو وحشیانه بریدونه وکړل.
افغانستان له ډېرو کلونو راهیسي پر پاکستان تور پوري کوي چې افغان طالبانو ته یې په خپله خاوره کې پناه ورکړې او د طالبانو مشران د پاکستان له خاورې څخه په افغانستان کې جګړه تنظیموي.
افغانستان او پاکستان ژمنه وکړه چې په ګډه به له تروریزم سره مبارزه کوي.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز په پېښور کې پر یوه ښوونځي د وسله والو طالبانو له بریده یوه ورځ وروسته کابل ته سفر وکړ او د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره یې د دوو هیوادونو ترمنځ د تروریزم پر ضد پر همکاریو خبرې وکړې.
په وروستیو کې پاکستان ورته تور لګوي ، وايي چې د پاکستانتي طالبانو مشر د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې اوسي او پاکستاني طالبان په کونړ او نورستان کې پناهځایونه لري.
ولسمشر غني د پاکستان لوی درستیز او د آی ایس آی مشر ته وویل:«هغه وخت راغلی چې افغانستان او پاکستان په صداقت او موثریت په ګډه د تروریزم او افراطیت پر خلاف په افغانستان، پاکستان او سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره جدي اقدامات وکړي.
د افغانستان ولسمشر تاکید وکړ چې تروریستي اعمال نه یوازې باید تر ټولو په کلکو الفاظو محکوم شي بلکې د تروریستانو پر ضد عملي او کلک اقدامات وشي.
د پاکستان لوی درستیز جنرال راحیل شریف وویل چې هڅه کوي د پېښور د سې شنبې د ورځې د پېښې عاملان ژر تر ژره ونیول او سزا ورکړای شي.
پاکستاني رسنیو ویلي و چې جنرال راحیل شریف به د افغانستان له ولسمشره وغواړي چې د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله په نیولو او پاکستان ته د هغه په سپارلو کې مرسته وکړي خو د افغانستان د جمهوري ریاست په خبرپاڼه کې په دې اړه څه نه دي ویل شوي خو د پاکستان د لوی درستیز له خولې راغلي چې افغانستان او پاکستان باید د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره په ګډه د تروریزم پر ضد جدي ګامونه پورته کړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfyjdymw6dxya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته