د ځانوژنی د مخنيوی نړیواله ورځ د عامې روغتيا وزارت، د روغتيا نړیوالې ادارې او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق لخوا په ګډه سره د يوې غونډې په ترڅ کې نن د ښځوچارو په وزارت کې ولمانځل شوه. د ځانوژنې د مخنيوی نړیوالې ورځې شعار سږکال " له ځانوژنې څخه مخنيوی؛ يوه نغښتې نړۍ" ترعنوان لاندې ځانګړې شوې ده چې د ځانوژنې پر وړاندې د مبارزې لپاره په بیلابیلو کچو کې د اړیکو پرټینګښت ټینګار کوي.
هرکال څه دباندې ۸۰۰ زره کسان خپل ځانونه د ځانوژنې له امله د لاسه ورکوي او دا د نړۍ په کچه په هغو سنی ګروپونو کې چې عمرونه يې د ۱۵ – ۲۹ کلنو ترمنځ دي، د مړینې دویم لوی لامل بلل کیږي.
د افغانستان لپاره د روغتيا نړیوالې ادارې استازي ډاکټر ریک پیپر کارن وویل: " دهغوکسانو شمیره چې خپل ژوند د ځانوژنې له امله د لاسه ورکوي زیاتره له هغې شمیرې څخه دی چې خپل ژوند د جکړو له امله د لاسه ورکوي. په هرو څلويښت ثانيو کې يوه کورنې د خپل يو ګران غړۍ د ځانوژنې له امله د لاسه ورکوي. دځانوژنې د مخنيوي لپاره چې په افغانستان کې يوه لویه روغتيايی ستونزه بلل کیږي په اړه د عامه پوهاوي ترڅنګ، د سیاسی او قانوني کړنو ته زیاته اړتیا ده".
دعامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیالې ډاکټرې ناجیه طارق وویل: " ځانوژنه په افغانستان کې لاهم دوام لري، د روان کال له پیل څخه په درملو سره د تسمماتو ۴۴۶۶ پیښې او د سوزیدنې ۷۰۷ پیښې د پلازمینې کابل په ځينې روغتونو کې په ثبت رسیدلی دي او د هیواد له ۳۰ ولایتونو څخه شاوخوا د سوزیدنې ۴۱۳۶ پیښو رپورټ ورکړل شوی چې زیاتره دغه پيښې د ځانوژنې په مخه ترسره شوي او ډیری قربانیان يې ښځې دي. عامې روغتيا وزارت د ځانوژنې د مخنيوي په موخه، د روانې روغتيا او ټولنیزې- روانې سلا مشورې ورکونې ترعنوان لاندې يو لړ پروګرامونه ترلاس لاندې لري چې په هغې کې د ټولنیزې- روانې مشوره ورکوونکو روزنه، د روانې روغتيا په برخه کې د مسلکي کارکوونکو روزل، د ټول هیواد په کچه د ټولنیزې روانې سلا مشورې ورکونې مرکزونو جوړونه او د ښوونځیو په کچه د ژوند مهارتونو د پروګرامونو پلي کول شامل دي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق استازی ډاکتر انیتی رابیرتسون وویل: " په افغانستان کې ښځې په ځانګړي توګه د ځانوژنې تر خطر لاندې دي. پردجنسیت ولاړ تاوتریخوالی د ښځو د ځانوژنې او ځانسوزونې لوی لامل بلل کیږي. د څیړنو له مخې، اجباري او د وخت ترمخه ودونه د ځانوژنې تر ټولو لوی دلیل بلل کیږي. په ۲۰۰۷ کال کې يوه څيړنه چې د میدکل موسسې لخوا په افغانستان کې ترسره شوه، پایلې دا ښيي چې ځوانې انجونې د ۱۶-۱۹ کلونو په عمرکې زیاتره د ځانوژنې او ځان زورونې ترخطرلاندې دی. نږدې ۸۰ سلنه ښځې چې پرځانوژنې لاسپورې کوې، هغه میړوښه ښځې دي".
په افغانستان کې کره شمیره د ځانوژنې په اړه نشته، خو ګن شمیر افغانان د روانې ستونزو څخه لکه د خپګان چې د ځانوژنې لپاره يو خطرناکه لامل دی، رنځ وړي. پرجنسیت ولاړ تاوتریخوالی، د مخدره توګوڅخه استفاده، تروما، له جګړو څخه رامنځته شوي فشارونه، ګډوالۍ، بیوزلۍ، او په هیواد کې د نا امنیو دوام هم دځانوژنې خطر زیاتوی.
د ځانوژنې نړیواله ورځ سږکال د روغتیا نړیوالې ادارې د ځانوژنې د مخنيوي په اړه د يوه رپورټ دخپرولو سره جخت لمانځل کیږي. پدې رپورت کې د ځانوژنې لاملونو په باب او دځانوژنې د مخنيوي پرهڅو، دپالیسو پربڼسټ د ځانوژنې د مخنيوی د نویو لارو پيژنده او پراختيايی پروګرامونو پلي کول په ټولیزه توګه څیړل شوې دی.
ټولو ځانوژنو څخه مخنیوی شونی ندی، خو زیاتره دغه پيښې د مخنيوی وړديږ د درملو او سلو په څیر د ځانوژنې آلاتو محدودول، پر رواني اختلالاتو د اخته کسانو درملنه او مرسته، لومړنیو روغتيايي مراقبتونو کارکوونکو روزنه او پرهغو کسانو چې دځانوژنې هڅه کوي کلکه څارنه هغه مواردي چې د ځانوژنې د کچې په کمولو کې اغیزمنه بلل کيږی.