دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۵۷
د مطلب کود : 89516
په کابل کې د یوناما دفتر د انتخاباتو د قسمي نتایجو د اعلان هرکلی وکړ
په کابل کې یو ناما یا د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت دفتر د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا د جمهوري ریاست د انتخاباتو د قسمي نتایجو د اعلان هرکلی وکړ.
یوناما په یوې اعلامیې کې ویلي چې؛ دا د انتخاباتو د پروسې د بشپړیدو پر لور یو بل ګام دی.
په اعلامیې کې راغلي چې، اعلان شوي قسمي نتایج د هغو ملیونونو رایو یوه وړه برخه ده چې؛ خلکو په انتخاباتو کې ورکړې.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تېره ورځ د شپږویشتو ولایتونو څخه د لسو فیصدو رایو نتایج اعلان کړل.
د دې اعلان له مخې عبدالله عبدالله تر نورو زیاتې رایې ګټلي دي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې؛ دا ثابت نتایج نه دي او د نورو رایو د نتیجو له معلومېدو سره ښايي د ځینو کاندیدانو د رایو فیصده ټیټه او د ځنیو بېرته لوړه شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcg3n97.ak9yq4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته