دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۴۵
د مطلب کود : 90028
محسني: د نهو ولایتونو د لسګونو مرکزونو رایي باطل اعلان شوي
د انتخاباتی شکایتونو کمیسیون وايي، د نهو ولایتونو د لسګونو مرکزونو رایي باطل اعلان شوي.
د دغه کمیسیون مشر نادر محسني پرون خبریالانو ته وویل، چې د ۶۳ مرکزونو او دیارلسو سایټونو رایې باطل شوي دي.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، له ټولو زیاتې رایې په پکتیا او هرات کې باطلې شوي دي.
دغه کمیسییون وايي، څه د پاسه ۱۳۰۰ شکایتونه یې څیړلي دي:
″ په هغو فیصلو کې چې په ولایتونو کې شوي، په مجموعي ډول د ۶۳ مرکزونو رایې باطل اعلان شوي.
دغه راز د رایي اچولو د ۱۳ ځایونو رایي د انتخاباتي شکایتونو د ولایتي کمیسیونونو له خوا باطلې شوي.د استیناف ۳۸ قضیې مو درلودې.″
ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو ابتدایي نتایج د غويي د میاشتې په څلورمه او نهایي نتایج د همدغې میاشتې په ۲۴ اعلان شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcg7z9y.ak9zx4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته