دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۵۴
د مطلب کود : 104051
د نږدې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت ۵۲۷ کډوالو ته غېرې خوراکي توکې ورکړل شول
د میدان وردګو ولایت د مرکز او ولسوالیو ۵۲۷ کډوالو ته،چې د بېلابېلو پېښو له امله مرکز میدان ښار او ولسوالیو ته کډوال شوي،د یونیسیار او APA مرستندویه ادارو له لورې ورسره د نږدې ۳ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د غېرې خوراکي توکو مرسته وشوه.

په دغه مرسته کې چې درې بورۍ د سون توکې،درې کمپلې،دوه ساتلونه،اشپز خانې بشپړ توکې او یوه جوړه جامې شاملې وې،هرې کورنۍ ته د شاوخوا ۵ زره افغانیو په لګښت توکې ورکړل شول .

د کډوالو چارو امر محمدشفیق د دغه مرستې د ورکړې پر مهال وویل په یاد کډوالو کې له نورو ولایتونو څخه دغه ولایت ته راستانه شوې هم شامل دي او یو شمېر یې د بېلابېلو پېښو له امله له یوې ولسوالۍ څخه بلې ولسوالۍ یا مرکز ته کډوال شوي دي .

د ولایت مقام په استازۍ د دغه ولایت د سکتوري خدمتونه رئیس غزني ګل ځاخي د یونیسیار ادارې څخه مننه وکړه،چې یو ځل بیا یې د کډوالو سره مرسته وکړه او همدا راز یې د APA ادارې او کډوالو چارو امریت څخه هم مننه وکړه،چې د مرستې د تطبیق چارې پر مخ وړي .

مرسته اخیستونکې ګل اغا د کډوالو چارو ادارې څخه مننه وکړه،چې دوی ته یاده مرسته ورکړه خو زیاته کړه،باید له دوی سره د ژمنې موسم د رارسیدو له امله د نورو خوراکي او غېرې خوراکي توکو مرسته وشي .
https://avapress.com/vdcgnt9qqak9zz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته