دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۵:۲۸
د مطلب کود : 114357
جمهور رئیس غني: زموږ بانکونه باید په دې وتوانیږي چې د افغانستان صنعت او خدمات په خپلو پښو ودروي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغانستان بانک لوی رئیس خلیل الله صدیق چې په دې وروستیو کې یې له ولسي جرګې څخه د باور رایه ترلاسه کړه، نن د دغه بانک کارکوونکو ته په رسمي ډول ور معرفي کړ.

په هغه غونډه کې چې له همدې امله د افغانستان بانک د غونډو په تالارکې جوړه شوې وه، جمهور رئیس غني وویل چې له یو فعال، د اعتبار وړ او بشپړ شفاف لرونکي بانکوالۍ نظام پرته د هېواد اقتصادي وده ممکنه نه ده.

جمهور رئیس محمد اشرف غني څرګنده کړه، په وضاحت سره وایم چې د افغانستان بانک استقلال نه یوازې موږ ته د منلو وړ دی، بلکې پر هغه ټینګار هم کوو ترڅو د دغه بانک د قانون له مخې د افغانستان پولي سیاست ته انسجام ورکړو او د افغانستان د بانکوالۍ سیستم هغه شهرت ته ور سوو چې د افغانستان ټول بانکونه وکولای شي زموږ سوداګرو ته په نورو بانکونوکې د معاملو لاره پرانیزي.

جمهور رئیس غني ټینګار وکړ چې تر ټولو مهمه دا ده چې زموږ بانکونه په دې وتوانیږي چې د افغانستان صنعت او خدمات په خپلو پښو ودروي او دا بنیادي ټکي دي چې د افغانستان بانک یو تخنیکي او مسلکي بنسټ دی، په دې بنسټ کې له کفایت، صلاحیت او تقوا پرته هیڅ ډول امتیاز ته نه قایلېږو.

جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل چې د افغانستان په بانک کې هیڅ ډول واړه او لوی سیاستونه ځای نه لري.

جمهور رئیس غني وویل، هیله لرم چې په لنډ، منځ او اوږد مهال کې وکولای شو خپله مالي پالیسي، ستراتیژي او سیاست داسې عیارکړو چې د افغانستان د ولس د ښېګڼې او د دولت د پرمختګ سبب شي .


جمهور ئیس محمد اشرف غني څرګنده کړه، هڅه کوو چې د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا لپاره یو اعتبار لرونکی بنسټ کېږدو.
https://avapress.com/vdcgnt9quak9qw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته