دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۲۱:۴۰
د مطلب کود : 137154
پاکستان او افغانستان ته د لوړ څخه تر کښتی پوری یو کتنه!
کیږی چی وویل سی تقریبآ د د څوارلسو لسیزی په شاوخوا کی، افغانستان د پاکستان د خالی ځای په عنوان یا په بل تعبیر سره ددی هیواد د دولت د استراتژیک عمق په ډول مطرح وو. د ۱۳۵۷ کال د ثور ۷ کودتا او د داوودی جمهوریت د سقوط وروسته په افغانستان کی، پاکستان دی ته وهڅیدل چی افغانستان د خپلو ګټو لپاره تعریف کړی او د هغه څخه لوړ، افغانستان د خپل ګټی د دهلیز په توګه یا هم همغه استراتژیک عمق په حیث وټاکی.

واضح خبره دی چی د هیواد خراب وضعیت د څو لسیزی راهیسی د ۷ ثور څخه راهیسی د پخوانۍ شوروی د اشغال په قالب کی، د مجاهدینو د قدرت رسیدو سره او داخلی جنګو شروع سره، طالبانو په قدرت رسیدو سره او ددی رژیم سیستماتیک اختناق د ۶ کالو وروسته، ددی ډلی له منځه وړل د غرب بلوک لخوا او په آخر کی ۱۶ کالو حضور د ناامنیو سره په افغانستان کی تیر سول، ددی هیواد جنوبی ګاونډی دا ناامنی ته په خپلو جدی مداخلتونو سره ډیر کړ.

پاکستان لیدله چی سیاسی، اقتصادی او اجتماعی اوضاع په افغانستان کی د حد څخه ډیر خراب دی او افغان رهبران ددی پرځای چی یو طرحه د ځان لپاره ولری او یو فکر خپل هیواد ته وکړی، قدرت غوښتنی او ریاست طلبی باندی اخته سو که په هر قیمت وای، او بیله خپل شخصی او ډله ییز ګټی نور څه ورته مهم نه دی، په خپل ټول توان سره د مجاهدانو او سکولارانو او کمونیستانو او افغان برحال مقاماتو سره د افغانانو سرنوشت سره لوبی ته راووتی او د هغوی د هیواد څخه د خپلو نامشروع ګټو لپاره د منطقی په سطحه خبری وکړل او په دی ډول سره د غربی هیوادونو څخه باجونه هم واخیستل او په هغو پیسو سره خپل نظامی قدرت اساس مستحکمه کړل او تر هغه ځایه چی توانیدل خپل هیواد او دولت مستحکمه کړل؛ تر هغه ځایه چی د افغانستان د مسلمان خلګو د جهاد او مبارزاتو پیامدونو په واسطه په هسته ای سلاح مجهز سوله.

ډیر پوهان په دی باور دی که افغان مجاهدین د پخوانی شوروی اشغالګرو مخته دریدلی نه وای او پاکستان ورسره په دی روند کی مرسته نه وای کړی؛ چی په نتیجه کی شرقی امپراطوری سقوط سو، امکان نه درلودی چی غرب د امریکا په مشری پاکستان ته دا اجازه ورکړی وای چی اتمی سلاح یی درلودای.

په هر حال کی، پاکستان ددی څوارلسو لسیزو په ترڅ کی چی افغانستان په وړاندی یی خصمانه نقش درلودی، هم خپل ځان یی قوی کړل او هم د هسته ای سلاح لرونکی سو او هم د افغانستان په تخریب کی عمده لوبه وکړه او هم داسی کار یی وکړ چی دا هیداد لااقل تر ۱۰۰ کالو راتلونکی پوری پر خپل پښو باندی ونه دریږی؛ اوس او په دی اوضاع کی د اسلام آباد سران خپل ځان ته حق ورکوی چی افغان ملت او دولت هیڅ په حساب رانه وړی او لید یی د لوړ څخه و کښتی په شان وی.

په همدی تګلوری سره د اسلام آباد سران ځانته حق ورکوی چی افغان دولتمردان او ملت تحقیر کړی، په همدی اړه د پاکستان لومړی وزیر خبری هم د ځوابولو وړ دی.

سرتاج عزیز، د پاکستان صدراعظم بین المللی اړیکو مشاور، په یو مصاحبه کی یو رسنی ته ویلی دی: د طالبانو ډله ددی توان نه لری چی د افغانستان مرکزی سیمی ونیسی، خو دا ډله ددی توان لری چی خپل شورش ته د ډیر وخت لپاره ادامه ورکړی.

د افغانستان سران دی د پاکستان د تورنولو څخه لاس واخلی او د هغه پر ځای خپلو پالیسیو ته د سولی د مذاکراتو او د شورشګری د منځه وړلو لپاره بیاوڅیړی.

د افغانستان سران د طالبانو په اړه سیاسی اجماع نه لری، ځکه دا چی د طالبانو سره د دهشت منځته راوړونکی په شان عمل وسی که ملی سیاستونو څخه ګټه واخیستل سی، شک وجود لری. د طالبانو په اړه شک، د سولی د مذاکراتو هڅی د مشکل سره مخامخوی.

بین المللی ځواکونه په دی هڅه کی دی افغانستان سره مرسته وکړی چی طالبان تر دی نور خپل قلمرو ته پراختیا ورنه کړی، ځکه که هغوی ډیری ځمکی تر تسلط لاندی راولی، واضحه خبره دی چی مذاکراتو ته به زړه ښه نه کړی. د طالبانو په وړاندی باید متحدانه موضع ونیول سی او هغوی او نورو ډلو ته یو واضح پیغام ورکړل سی چی ټوله نړی هغوی او کابل د مذاکراتو غوښتونکی دی.

که ددی پاکستانی بډا مشاور خبروته وکتل سی، په دا به وپوهیږو چی هغه خپل اظهارات پر افغان دولتمردانو باندی تحمیل کړی. د خپلو آخرو خبرو کی افغانان په اجماع نه درلودلو تورن کړ او دا ټوله یو پیغام درلودی چی افغانان ددی توان نه لری چی خپل هیواد اداره کړی او دا پاکستانی دولتمردان دی چی لازم دی د افغانستان مرستی ته راسی او هغوی سره د یو مشروع او پراخ دولت په رامنځته کولو کی هغه هم د طالبانو په محوریت سره مرسته وکړی.
https://avapress.com/vdcgnu9qtak9wq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته