دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۸:۱۸
د مطلب کود : 122556
د کلېپر وروستۍ څرګندونې یوازې پر افغانستان نه دي متمرکزې


د افغانستان جمهوری ریاست وایي چې امریکا د استخباراتو د ادارې مشر وروستۍ څرګندونې تر ډېره په سیمه کې دشته ګواښونو تصویر ارزیابي کوي.

دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، د امریکا د استختباراتو د ملي ادارې مشر جېمزکلېپر تېره ورځ د هغه هېواد د سنا غونډې ته وویل چې افغان حکومت په روان میلادي کال کې د سیاسي ناکامۍ له خطر سره مخ دی.

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي بیا د امریکایي استخباراتو د ادارې دا څرګندونې د حکومت د هغو ناغیړیو له امله بولي چې د ملي وحدت حکومت مشران یې په عملی کیدو کې پاتې راغلي دي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د افغان حکومت د سیاسي ناکامیدو په تړاو د امریکا د استخباراتو د ادارې څرګندونې تر ډیره د سیمې د ګواښونو تصویر وړاندې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې ریس د هغه هېواد د سنا مجلس غونډې ته په تازه څرګندونو کې ویلي چې افغانستان په روان ۲۰۱۶ کال کې د سیاسي ناکامیو له خطر سره مخ دی.

د افغان جمهور ریس د ویاند مرستیال سید ظفرهاشمي د چهارشنبې په ورځ په یوه پیغام کې چې رسنیو ته یې لیږلی وايي، ټينګار کوي چې دا څرګندونې یوازې افغانستان ته اړوند نه دي:

"د ښاغلي کلپر له لوري چې کومې څرګندونې شوي دي هغه تر ډیره د افغانستان پرځای د منطقې د عمومي وضعیت د ارزیابۍ او څرانکوالي په برخه کې شوي دي."

په همدې ډول ښاغلي هاشمي ویلي چې افغان حکومت په سیمه کې د ګواښونو او تحولاتو سره د مبارزې وړتیا لري او دا چې د ملي وحدت حکومت د اکثره افغانانو د ارادو تمثیلونکی دی

د امریکا د استخباراتو د ملي ادارې مشر جېمز کلپر د سې شنبې ورځې په دغې وینا کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې سیاسي همپالنه د کمیدو په حال کې ده او افغان حکومت له جدي ازمون سره مخ دی.

نوموړي ويلي چې په افغانستان کې ګواښونه پراخ او د طالبانو حملې ډیرې شوي او د مخالفې ډلې په دريځ کې بیا هیڅ بدلون نه لیدل کیږي.

د ولسي جرګې یو شمېرغړي د ملي وحدت حکومت د توافقنامې، د ولسي جرګې د انتخاباتو او د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د حکومت ژمنې نه عملي کول او د حکومت د مشرانو تر منځ اختلافات هغه دلیلونه ګڼي چې د موجوده حکومت د سیاسي ناکامیدو په اړه باورونه پیاوړي کوي.

د ولسي جرګې د نړېوالو اړیکو د کمېسیون غړی عبدالقادر ځاځی وايي، روانو شرایطو ته په کتو د دې څرګندونو د واقع کیدو احتمال نه شي ردولای.

ښاغلي ځاځي زیاته کړه:

"د سي آی اې رییس تحلیل زه په بشپړ ډول تاییدوم او ډیر امکان هم لري، رښتیا هم چې اوسنی حکومت به په سیاسي ناکامۍ مبتلا شي ځکه چې دوی دوه کلنه تفاهمنامه چې په خپل منځ کې یې امضا کړې وه د هغې وخت راتلونکې اوړي کې پوره کیږي دا چې اوسنۍ حکومت به په سیاسي ناکامۍ مبتلا شي زه مطلق دده خبرې تاییدوم."

د امریکا د استخباراتو ملي اداره داسې مهال د حکومت د ناکامیدو په احتمال غږیږي چې له دې وړاندې د امریکا دفاع وزیر اشټون کارتر ویلي، امریکا د نورو هېوادونو سره یو ځای په ۲۰۱۶ کال او له هغې وروسته په افغانستان کې د سختو جګړو او اوږدمهاله حضور لپاره تیاري نیسي.

له دې سره د چارو یو شمېر څيړونکي وايي چې د حکومت د ناکامیدو په اړه یو شمېر اندیښنې پرځای دي خو دومره هم نه چې د ملي وحدت حکومت دې له یوه سره له زوال سره مخ شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgnx9q3ak9xn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته