دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۳۲
د مطلب کود : 96095
ضرب عضب عملیات به د اهدافو تر پوره کیدو پورې دوام ولري

د پاکستان وزیراعظم وویل د اهدافو تر ترلاسه کیدو پورې به په وزیرستان کښې پوځي عملیات دوام وکړي.
د پاکستان وزیراعظم نوازشریف وئیلي چې د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کښې د ترهګرو په خلاف د امنیتي ځواکونو بریاوې زمونږ د پوځي ځوانانو د کلک هوډ او ارادې ښودونکې دي. هغه وویل چې ضرب عضب نومي عملیات به د اهدافو تر پوره کیدو پورې جاري پاتې شي.
د پاکستان د وزیراعظم له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کښې راغلي چې ضرب عضب نومي عملیات، له ترهګرو څخه د پاکستان د پاکولو او ژغورلو په موخه پیل شوي دي. د پاکستان پوځ به په دغو سیمو کښې پټ شوي ترهګر د هغوي له پټن ځایونو راوباسي او ختم به یې کړي.
نوازشریف د ترهګرو په خلاف د ضرب عضب نومي عملیاتو د اهدافو تر پوره کیدو پورې د هغو په دوام باندې ټینګار وکړ.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس( آوا)
https://avapress.com/vdcgnz9y.ak93y4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته