دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۱۶
د مطلب کود : 114645
اټومي خبرې دمشر تابه دستر مقام په درایت سره ښه پړاو ته رسیدلي
دایران داستخباراتو وزیر وویل اټومي خبرې د اسلامي انقلاب دستر لارښود په درایت ، د ولسمشر په تدبیر او د ایران داسلامي جمهوریت د اټومي ټیم په هڅې سره ښه پړاو ته رسیدلي دي .
زمونږ خبریال وايي دایران داستخباراتو وزیر سید محمود علوي پرون ددغه وزارت د کړچار په باره کښې وویل داستخباراتو وزارت له نورو امنیتي ادارو او پولیسو سره یوځاې کلکه اراده لري په خلکو کښې له خوشحالۍ سره یوځاې رواني ، حیثیتي ، مالي او ځان امنیت پیاوړی کړي .
هغه د ایران د امنیتي ادارې غړي متدین ، ژمن او ولایت مداره وبلل او زیاته یې کړه دایران داستخباراتو وزارت ځان د ایران دملت د ژوند ، مال ، ناموس ، حیثیت او غرور ساتونکی ګڼي .
دایران داستخباراتو وزیر وویل دامنیتي ځواکونو په هڅې او دایران په سرحدو نو کښې د پولیسو او پوځیانو په ملګرتیا سره ټولې ترهګرې ډلې چې نیت یې درلود په بم چاودنو سره دایران امنیت داغي کړي یوبل پسې دړې وړې کړې شوي دي .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgtt9qnak9q34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته