دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۴۸
د مطلب کود : 118470
منځني اسیا ته د جان کري سفر د افغانستان لپاره څومره ګټور دی؟
جان کري تېره ورځ په بشکک کې تر غونډو وروسته د قرغزستان د بهرنیو چارو وزیر ایرلان عبدالدایف د خبرې کنفرانس پر مهال مخاطب کړ او ویې ویل:

"د بهرنیو چارو وزیر او ما د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې؛ چېرته چې د قرغزستان جمهوریت د اوږدې مودې په مخه مهمه ونډه لرله او د دې سربېره دغه هېواد په سلګونو افغانانو ته د زده کړې زمینه د مرکزي اسیا د بشکک په امریکایي پوهنتون کې برابره کړې ده."

ټاکل شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نن د ازبکستان سمرقند ښار ته ورشي؛ هغه ښار ته چې یو وخت ترې د وریښمو لار تېرېده او هلته به جان کري د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سید مسعود منځنۍ اسیا ته د جان کري سفر مهم ګڼي او وایي:

"د بهرنیو چارو د وزیر جان کري راتګ د دې سربېره چې منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې له جنوبي اسیا سره تړي؛ افغانستان د لاجورد له لارې له اروپا او مدیترانې سره تړي. فکر کوم له اقتصادي اړخه موږ ته ډیر اهمیت لري."

د لاجورد لاره یوه پخوانۍ تجارتي لاره ده چې له دې لارې به سوداګرو د بدخشان لاجورد منځنۍ اسیا او اروپا ته وړل.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونه دا لاره تر اروپا پورې تر ټولو ارزانه او خوندي لاره ګڼي او وایي چې له دې سره به د ټولې سیمې هېوادونه وتړل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري هم په بشکک کې د ټولې سیمې اقتصادي پراختیا ته اشاره وکړه او ویې ویل:

"زه هیله لرم چې په ډسمبر کې په اسلام اباد کې د اسیا زړه په کنفرانس کې به موږ پر هغو لارو نور فکر وکړو چې کولی شو د ټولې سیمې په پراخې اقتصادي اجنډا کې پرمختګ وکړو."

تمه ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به د منځنۍ اسیا د سفر پر مهال له ترکمن چارواکو سره د ټاپي د ګازو د پروژې په اړه خبرې وکړي او د دې پروژې حمایت به وکړي.

د ټاپي پایپ لاین د هرات د تورغونډۍ له لارې د فراه او کندهار له ولایتونو پاکستان او هند ته ګاز لیږدوي. دغه پایپ لاین ۱۸۰۰ کیلومتره اږدوالی لري چې ۷۳۵ کیلومتره یې د افغانستان له خاورې تیریږي.

افغان، ترکمن، پاکستاني او هندي چارواکو موافقه کړې ده چې د ټاپي د پروژې کارونه به راتلونکی میلادي کال پيلیږي او تر ۲۰۱۷ کال پورې به بشپړیږي.

د ټاپي د پروژې له پیلېدو سره به په افغانستان کې شاوخوا پنځوس زره کسانو ته کار پیدا شي او هر کال به افغانستان د دې پروژې له لارې ۳۰۰ میلیونه ډالر د ټرانزیټ له لارې ترلاسه کوي او د دې ګازو ۱۶ په سلو کې به افغانستان ته ورکول کیږي.

ویل کیږي چې د دې پروژې له پیلېدو سره به د ترکمنستان اتکا چې پر روسیې یې لري راکمه شي.

د راپورونو له مخې د منځنۍ اسیا د هېوادو اقتصادي وده په ډراماټیک ډول ټیټه شوې ده او دغه هېوادونه دا ویره لري چې له افغانستانه به د امریکا د ځواکونو له تدریجي وتلو سره د واشنګتن دلچسپي د سیمې له هېوادو سره کمه شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcgu79qzak9qt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته