دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۴۵
د مطلب کود : 125625
سرتاج عزیز: د طالبانو پر ضد باید تر سلامشورو وروسته اقدام وشي
د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو او ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز وايي د طالبانو پر ضد به له سلا مشورو وروسته اقدامات وشي.
د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو او ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز وايي د طالبانو پر ضد به له سلا مشورو وروسته اقدامات وشي.
غزیز وايي اسلام اباد اوس له دغې ډلې سره پر اړیکو بوخت دی، چې خبرو ته یې چمتو کړي.
هغه دغه څرګندونې پر داسې مهال کړي، چې ولسمشر محمد اشرف غني تیره ورځ ملي شورا ته په وینا کې وویل، چې پاکستان باید د څلور اړخیزو ناستو د هوکړې له مخې د هغو طالب مشرانو پر ضد اقدامات پیل کړي، چې له افغان حکومت سره خبرو ته نه کیني.
د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار د ولسمشر غني تر دغو څرګندونو وروسته ویلي، چې دوی هم د سولې د خبرو تر پیل مخکې د طالبانو پر ضد اقدام نشي کولای، خو تر هغې وروسته به د هغو کسانو پرضد ګامونه پورته شي، چې د سولې خبرو ته نه حاضریږي.
سرتاج عزیز وايي دوی د څلور اړخیزو ناستو هوکړې ته ژمن دي، خو لومړی باید د سولې د خبرو میز ته د طالبانو د کینولو هڅه وشي.
نوموړی زیاتوي، چې خبرو ته د نه حاضریدونکو کسانو پر وړاندې به یوازې پاکستان نه، بلکې د څلور اړخیزو ناستو ټول اړخونه سلامشورو له مخې په ګډه عملي اقدام کوي.
ولسمشر اشرف غني ملي شورا ته په وینا کې ویلي و، چې دوی نور له پاکستانه دا تمه نه لري، چې طالبان خبرو ته کینوي، بلکې د هغو مشرانو پر ضد دې اقدام وکړي، چې په دغه هیواد کې میشت دي. 
سرچينه : ټآټوبی
https://avapress.com/vdcgxn9qnak9x34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته