دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۲۸
د مطلب کود : 132627
امنیتي ځواکونو د یو طالب قومندان په ګډون ۲۱ مخالفین وژلي دي
امنیتي ځواکونو د «قهرمیوند» عملیاتو په څلورمه په دوو جلاـ جلا هوايي عملیاتو کې د یو طالب قومندان په ګډون ۲۱ تنه وسلوال مخالفین وژلي دي.

امنیتي ځواکونو د «قهرمیوند» عملیاتو په څلورمه په دوو جلاـ جلا هوايي عملیاتو کې د یو طالب قومندان په ګډون ۲۱ تنه وسلوال مخالفین وژلي دي.
د «قهرمیوند» عملیاتو په ترڅ کې د بولان مربوطاتو کې تیره شپه هوايي برید شوی، چې پنځلس وسلوال مخالفین پکې وژل شوي او د وژل شویو ډله کې طالب قومندان « ناظم» هم شامل دی.
په همدې حال کې ځمکني ځواکونه هم په عملیاتو بوخت دي، چې له تیرې شپې راهیسې یې له بولان څخه بشران طرف ته دوه کیلومتره سیمه له دښمن څخه پاکه کړې ده.
دغه راز د نهرسراج ولسوالۍ مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو هوايي برید کې ۷ تنه وسلوال مخالفین وژل شوي، چې د « اجمل او عمري» په نومونو د طالبانو دوه سرګروپان هم پکې شامل دي.
امنیتي او دفاعي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي، چې تراوسه یې د « قهر میوند» عملیاتو په جریان کې ډیرې سیمې له دولت مخالفو وسلوالو څخه پاکې کړي دي.

https://avapress.com/vdcgxx9quak9w34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته