د ملګروملتونو امنیت شورا تېره شپه په یوه بیړنۍ غونډه کې د شمالي کوریا له خوا د یوه توغندي ازموینه په کلکه وغندله.
امنیت شورا ویلي چې ډیرژربه پر شمالي کوریا نوي بندیزونه اعلان کړي.
د پیونګ یانګ له خوا د دې توغندي ازموینې د چین په ګډون د نړیوالو پراخ غبرګونونه پارولي دي.
د ملګروملتونو امنیت شورا د شمالي کوریا له خوا د یوه توغندي ازموینه په کلکه وغندله او اعلان یې وکړ چې د دې سرغړونو په غبرګون کې به پر پیونګ یانګ نوي بندیزونه ولګوي.
په دې اړه د ملګروملتونو بیان تیره شپه د شمالي کوریا د متحد هېواد چین په ګډون د امنیت شورا د ۱۴ غړو له بیړنۍ غونډې وروسته خپور شو.
دا غونډه د امریکا، جنوبي کوریا او جاپان له غوښتنې سره سم جوړه شوه او هدف یې پیونګ یانګ ته د یوه ګډ ځواب د ورکولو په برخه کې د ګډ دریځ خپلول و.
د شمالي کوریا دولتي ټلویزیون تیره ورځ خبر ورکړ چې د لېرې واټن ویشتونکی دا توغندی په فضا کې د یوه سټلایټ د ځای پر ځای کولو په مقصد د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ یون Kim Jong Un په امر توغول شوی دی.
د شمالي کوریا دولتي ټلویزیون د خبر له مخې د کوانګ میونګ سون څلور په نوم دا سټلایټ اوس مهال په ۹۴ دقیقو کې یوځل د ځمکې پر قطبي مدار تاویږي.
خبر زیاتوي چې شمالي کوریا به په راتلونکي کې نور سټلایټونه هم فضا ته وتوغوي.
خو د شمالي کوریا منتقدان په دې باور دي چې دا ازموینه د هغه توغندي د توغولو لپاره یوه پلمه وه چې اټومي سرګلوله لیږدولای شي، خو ازمویل یې د ملګروملتونو د ګڼ شمیر پریکړه لیکونو له مخې ممنوع دي.
شمالي کوریا دا ازموینه په داسې حال کې کوي چې له دې مخکې یې په تیره جنوري میاشت کې د یوه هایدروجني بمب د ازمویلو ادعا هم کړې وه.
په ملګروملتونو کې د جاپان سفیر موتوهیدي یوشیکاوا د امنیت شورا د دې پرېکړې په اړه وویل:
"د ملګروملتونو د امنیت شورا غړي د شمالي کوریا د ازموینې په اړه چې د دې هېواد له اټمي ازموینې څلور اوونۍ وروسته ترسره شوه یو شان په غوسه وو. فکر کوم د دې غوسې بنسټ دا حقیقت دی چې له لېرې واټن ویشتونکو توغنديو کار اخیستل ان که د سټلایټ د توغولو نوم هم ورکړئ، د شمالي کوریا په اړه د امنیت شورا له پخوانیو پریکړو څخه څرګنده سرغړونه ده."
د شمالي کوریا له خوا د دې توغندي ازموینې سمدستي د نړېوالو سخت غبرګونونه وپارول.
د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون دا یو خورا زیات خواشینوونکی اقدام وباله او روسیې وویل چې پیونګ یانګ یو ځل بیا د نړېوالو اصولو په وړاندې خپله واضحه بې تفاوتي څرګنده کړه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)