دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۳۶
د مطلب کود : 97012
د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس مشر یوکیا آمانو نن سهار تهران ته راغی
 د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس مشر یوکیا آمانود ایران او آژانس د ملګرتیاؤ د دوام په اړه د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره خبرې اترې پیل کړي .
په دغو لیدنوکتنو کښې، د ایران د اسلامي جمهوریت له ولسمشر ښاغلي ډاکټر حسن روحاني سره کتنه، د ایران له خارجه وزیر محمد جواد ظریف او د دغه هیواد د اټومي انرژۍ د ادارې له مشر او د اسلامي ایران د ولسمشر له مرستیال علی اکبرصالې سره خبرې اترې شاملي دي .
آمانو تیر منی هم ایران ته راغلی ؤ او د دغه هیواد له لوړ پوړو چارواکو سره یې خبرې اترې کړي وي.
د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس وړمه ورځ ویلي ؤ،د دغه آژانس مشر، به نن تهران ته راشي څو د ایران او نوموړې آژانس د ملګرتیاؤ په چوکاټ کښې د خبرو اترو په پرمختګ وغږیږی .
د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس او ایران د هغه موافقې له مخې چې تیر نوامبر میاشت یې په تهران کښې لاسلیک کړ وویل، د تهران د اټومي پروګرام د سوله ایز ماهیت په باب د زیاتې ډاډجوړونې لپاره له یوه بل سره ملګرتیا او خبرې اترې،پیاوړي کوي .
د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس او ایران تعاملات په حقیقت کښې د کډ اقدام د پروګرام په چوکاټ کښې د ایران او ۵+۱ ډلي د موافقې یوه برخه ده،چې تهران او آژانس په تهران او ویانا کښې د ایران او ۵+۱ ډلی سره له خبرو اترو سره په یوه وخت ناستې هم درلودلي دي .
د دغه خبرو اترو په چوکاټ کښې دواړو لورو،د هغو اقداماتو ټولګې چې د ایران او آژانس د موافقې د ګډې ملګرتیا د چوکاټ یوه برخه ده،اجرايي کړی ده او اوس مهال د نویو ګامونو د پورته کولو لټه کوي ،چې هدف يې،د ایران د اټومي فعالیتونو په باب د مطرح شویو ادعاګامو د ختمولو په اړه اعتماد باورجوړونه ده .
ټاکل شوي ده د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس په راتلونکو څو میاشتو کښې، په دې زمینه کښې د نویو پرمختګونو په باب راپور وړاندې کړي ،له دې کبله ،نن تهران ته د اټومي د انرژۍ د نړیوال آژانس د مشر سفر، له دې نظره په دې زمینه کښې د آژانس د مسؤلیتونو د منلو د اثبات لپاره یوه آزموینه ده .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgxz9y.ak9uq4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته