دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۴۳
د مطلب کود : 97689
امريکا له بګرام نه دوه يمنيان خوشي کړي
دافغانستان د حکومت له نيوکو سره سره امريکا د بګرام په زندان کې د بندي بهرنیانو نور له افغانستان نه وېستلي او پرېښې يې دي.
تېره اوونۍ نهه پاکستانيان د امريکايي ځواکونو له لوري پرېښودل شوي وو، چې د افغان حکومت سخت غبرګون يې پارولی و.
کابل ويلي و، چې په دې لړ کې هېڅ مشوره ورسره نه ده شوې او له امريکا څخه يې په دې اړه نور سپيناوی غوښتی و.
اوس دوه نور بنديان چې يمنيان بلل شوي، يمن ته لېږدول شوي دي.
په داسې حال کې چې د اوباما اداره هڅه کوي په پروان ولایت کې د امريکايي ځواکونو دغه لانجمن زندان وتړي، پنټاګون منلې چې دوی له بګرام نه ۱۱ زندانيان نورو هېوادونو ته لېږدولي دي.
د پوځ يوه وياند خبريالانو ته ويلي چې نهه تنه پاکستانيان يې پاکستاني چارواکو ته سپارلي په داسې حال کې چې دوه يمنيان بيا د خپل هېواد چارواکو ته سپارل شوي.
د امريکايي پوځ په دغه زندان کې د بندي زندانيانو هوويت او د بنديتوب لاملونه څرګند نه دي، خو ويل کېږي د روسيې، تونس او اردن وګړي هم په کې دي.
د يمن د بشر حقونو وزارت ويلي د دوو تنو يمنيانو له ډلې چې دا اوونۍ خوشي شوي، يو يې په تايلنډ کې نيول شوی و.
پر همدې مهال د انصاف نړیوالې شبکې چې د دغو دوو کسانو بنديتوب يې ننګولی و، پخپله وېبپاڼه کې ليکلي چې دغه دوه يمنيان له افغانستان نه بهر نيول شوي و او په پټو زندانونو کې له ځورولو وروسته افغانستان ته لېږدول شوي وو.
د دغو ۱۱ زندانيانو له خلاصېدو وروسته اوس د بګرام زندان کې له ۳۰ لږ زندانيان پاتې دي.
د اوباما اداره هڅه کوي چې په پټه او چوپه خوله د دغه زندان بنديان نورو هېوادونو ته واستوي او دروازې يې وتړي.
خو وېره ده چې په داسې کولو سره به دوی د جمهوري غوښتونکو سياستوالو او نورو محافظه کارو د سخت مخالفت او فشار سره مخامخ شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgy39y.ak9u74g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته