دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۹:۳۰
د مطلب کود : 134698
له پېښو سره باید له ناارامه ذهن سره چلند ونه شي
د ملي یووالي حکومت اجرائيه نن جمعه(د لیندۍ ۱۲ مه) په هرات کې د جنرال محي الدین غوري د فاتحې په مراسمو کې وویل چې د حکومت مشران باید له پېښو سره د یوه ناارامه ذهن سره چلند ونه کړي.
عبدالله زیاته کړه:« پر پېښو د ناارامه ذهن سره قضاوت مه کوئ.پېښې باید د افغانستان د خلکو له غوښتنې،ارادې تمې او هغه حق چې پرموږ یې لري باید ولیدل شي.»
عبدالله عبدالله ټینګار کوي چې باید د حکومت پرېکړې د خلکو د غوښتنو پر بنسټ وشي.
ډاکټر عبدالله عبدالله د جنرال محي الدین غوري د فاتحیې په مراسمو کې د ګډون په موخه هرات ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یادې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د لیدو پرمهال محي الدین غوري د افغانستان د خلکو د ریښتیني دفاع اتل وباله او وايي چې امنیتي ځواکونه له حق څخه دفاع کوي او ترهګر په باطله دي او د هېواد د امنیتي ځواکونو ټول قربانیان د اسلام ریښتیني شهیدان دي.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه:«د افغانستان امنیتي ځواکونه د حق په یوه لیکه کې دي.هېڅکله ستاسو په ذهن کې دا سوال نه‎وي، دا د افغانستان د علماوو او د افغانستان د خلکو د واقع بینانه درک دغه جګړه د حق او باطل جګړه ده.»
په همدې حال کې د هرات والي د دغه جنرال له کړنو ستاینه کوي او وايي چې د ترهګرو په ځپلو کې د امنیتي ځواکونو په هڅو باور لري.
د هرات والي آصف رحیمي څرګنده کړه:«انشاالله موږ ډاډه یوو چې د افغانستان ملي اردو او د هغو ملګرو ټوله چې له ده سره په سنګر کې وو د ده لاره تعقیبوي.»
که څه هم چې ولسمشر غني په بلخ ولایت کې له یو شمېر پوځیانو سره د لیدنې پرمهال ویلي وو چې د افغانستان له ټلوېزیونونو څخه باد بهر کېږي خو اجرائیه رییس د هرات ولایت له اوسېدونکو سره په لیدنه کې د رسنیو له هڅو ستاینه وکړه.
اجرائیه رییس وویل:«موږ د خپلو خبریالانو څخه شهیدان لرل.د افغانستان خبریالان په ډېرو سختو او پېچلو شرایطو کې د افغانستان له رسنیو سره کار کوي. ټول په یوې لیکه کې دي.»
یوه ورځ وړاندې ولسمشر غني له ملي دفاع او کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت له عمومي رییس سره په ګډه د جنرال محي الدین د جنازې په مراسمو کې ګډن کړی وو.
https://avapress.com/vdcgyt9q7ak9w34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته