دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۱۶
د مطلب کود : 107805
محور ورځپاڼه: ۳۰۰ نامسووله وسله والو د کران منجان د لاجوردو کان غصب کړی
د بدخشان ولايت د کران منجان ولسوالۍ د لاجوردو کان له تېرو اتو مياشتو راهيسې د ۳۰۰ نامسوولو وسله والو په ولکه کې دی او خپلسرې کيندنې پکې کوي.
ددغه کان د استخراج قرارداد دوه کاله وړاندې د ولسي جرګې د غړي زلمي مجددي شرکت لاجوردين ته د ۱۵ کلونو لپاره ورکړل شوی و، خو د شمال ټلوالې يوه پخواني قومندان عبدالمالک ورباندې برید وکړ، قرار دادي شرکت په شا شو او په پايله کې کان د قومندان عبدالمالک کسانو په لاس کېوت.معلومات ښيي، چې قرارداد لغوه شوی او حکومت دوه میاشتې د مخه د استخراج بندولو امر کړی دی، خو لاهم د یاد قوماندان وسله وال په کان مسلط دي، کیندنې کوي او دولتي پلاوي ته اجازه نه ورکول کېږي، چې د کان له وضعیت لیدنه وکړي.
د بدخشان ولايت کران منجان ولسوالي له کابو يوکال ناامنه شوې او په دغه ولسوالۍ کې د لاجوردو کان پر سر د دوو ډلو ترمنځ لانجې ان د ولس منځ ته هم لاره کړې ده.
دا ولسوالي د وسله والو طالبانو په ولکه کې نه بلکې د نامسوولو وسله والو په ولکه کې ده. په دې ولسوالۍ کې امنيت هغه وخت خراب شو، چې د شمال ټلوالې يوه قومندان عبدالمالک له خپلو ۳۰۰ کسانو سره د دې ولسوالۍ د لاجوردو په کان حجوم ور وړ، قراردادي شرکت او د دولت له لوري ګمارل شوی امنيتي ساتونکی ځواک يې په شا وتمباوه.
ځايي خبريالان وايي، ددې ماجرا تر شا نيم حکومت ولاړ وو او همدوی په لوی لاس دا کار وکړ، ځکه چې دوو ډلو ګټه پکې نغښتې وې، خو په هغه وخت کې يوه لوري ته دا ګټه تله.
جنرال مالک پخوانی قومندان دی، چې د کورنيو جګړو پرمهال يې هم په دې کان کې کيندنې کولې او ټول واک يې له ده سره وو. قومندان مالک چې کله د کرزي د واکمنۍ پر مهال د کران منجان قومندان و، هغه وخت يې هم دغه کان خپل ملکيت ګڼلو، خو تر يو څه وخت وروسته له دې ځایه بلې ولسوالۍ ته تبديل او ان دغه قومندان دولت ته په يوه لوی سرخوږي بدل شو. له څه وخت وروسته قومندان مالک په کور کېناست، خپلې ملېشې يې سره منسجمې کړې او د همدې کان د تر لاسه کولو لپاره يې د ځينو لوړپوړو چارواکو او کړيو په ملاتړ کار پيل کړ.
محور تر لاسه کړي معلومات په ډاګه کوي، چې د دغه کان د استخراج قرارداد نېږدې دوه کال د مخه د ولسي جرګې د غړي زلمي مجددي شرکت لاجوردين ته د ۱۵ کلونو لپاره ورکړل شو او امنيت يې هم د مجددي د ورور اسدالله له لوري ساتل کېده.
خو د شمال ټلوالې د قومندان عبدالمالک له لوري پرې کال د مخه د مخه بريد وشو. په دې ترڅ کې جګړې درې مياشتې وخت ونيو، قرار دادي شرکت په شا شو او کان د قومندان د کسانو په لاس کې کېوت، چې تر اوسه يې سپړنې روانې دي.
د کانونو وزارت يوه سرچينه وايي، هغه وخت چې د قومندان مالک له لوري په کان بريد وشو، حکومت ويل چې دا بريد د طالبانو له لوري شوی، ځينې کړۍ د قومندان مالک تر شا ولاړې وې او ځينې د لاجوردين شرکت تر شاه ولاړ وې، خو د قومندان مالک ډله بريالۍ شوه او موضوع يې همداسې غلې وساتله، چې لاهم په خپل سر د کان استخراج کوي.
د کانونو وزارت د يوې سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې وروستيو کې له کان څخه ځينې مشران د کانونو وزارت ورغلي او غوښتنه يې کړې، چې دوی ته دې اجازه ورکړل شي، چې ايستل شوې ۲۰۰۰ ټنه لاجورد ډبرې لومړی کابل او له هغه ځایه پاکستان ته انتقال کړي، خو حکومت ور سره نه ده منلې.
ځايي خبريال مصور نصرت وايي، اوس هم د کان په بېلابېلو نقطو کې کيندنې کېږي او له هغه ځایه بيا په کمه اندازه بارک ولسوالۍ ته لېږدول کېږي، شايد له هغه ځایه بيا نورو ځايونو ته وايستل شي، خو د محلي چارواکو چوپتيا د پوښتنې وړ ده.
ځايي مشر کليم الله وايي، د نامسووله وسله والو او طالبانو ترمنځ هم جوړ جاړی شوی، طالبان هم له کان ايستونکو نه خپله ونډه تر لاسه کوي.
د بدخشان امنيه قومندانۍ وياند لعل محمد احمد زی هم مني، چې کان د نامسووله وسله والو په ولکه کې دی. ښاغلی احمد زی زياتوي، څو ورځې د مخه د کورنيو چارو او دفاع وزارتونو يو پلاوی راغلی وو، تر څېړنه وروسته يې وپتيله، چې دکان لپاره به يوه ځانګړې امنيتي قطعه رامنځته کوي.
ښاغلی احمدزی وايي، د کان په خواوشا کې تر ۳۰۰ زيات نامسوول وسله وال دي او د دې ولسوالۍ ترڅنګ په ځينو ولسواليو کې طالب اورپکي فعاليت لري، چې لومړی يې بايد پر وړاندې چاڼيزو عمليات پکار دي او بيا امنيتي قطعې ته اړتيا ده چې ويې ساتي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgzu9qnak9z74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته