دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۴۵
د مطلب کود : 153408

د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر د خپل کار په دفتر کې، د افغانستان او پاکستان له پاره د جرمني فدرالي جمهوریت د ځانګړي استازي ښاغلي مارکس پوتزل سره د افغانستان او سیمې پر امنیتي او سیاسي حالت خبرې وکړې.

ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر وویل، چې په سیمه کې د امنیت او ثبات له پاره د ټولو سیمه ییزو هېوادونو په ځانګړي توګه د پاکستان صادقانه همکاري په سیمه کې له دایمې ثبات او سولې سره مرسته کوي. ښاغلي اتمر وویل، چې افغان دولت د سیمه ییز امن له پاره د سیمې له هېوادونو سره د هدفمندو مذاکراتو لړۍ جاري ساتي او له دې بهیر څخه یې د جرمني فدرالي جمهوریت د ملاتړ له امله قدرداني وکړي.

ښاغلي اتمر وویل، چې د افغانستان حکومت او ولس له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې د زیاتو قربانیو په ورکولو سره د تروریزم له شر څخه سیمه او نړۍ خوندي ساتلې ده.

د افغانستان او پاکستان له پاره د جرمني ځانګړي استازي ښاغلي مارکس پوتزل له ترهګرۍ سره د مبارزې او په سیمه کې د دایمې سولې او امنیت د ټینګښت له پاره د افغانستان د خلکو او حکومت له ژمنتوب څخه مننه وکړه. ښاغلي پوتزل وویل چې هېواد به یې له ترهګرۍ سره مبارزې ته دوام ورکړي او د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا په برخه کې به ملاتړ او همکارۍ ته دوام ورکړي.
ښاغلي پوتزل وویل، چې د جرمني سیاسي رهبري له افغانستان سره اوږد مهاله مرستو ته ژمن دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې یې مهمې و بللې.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgzw9q7ak9nt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته