دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۲۹
د مطلب کود : 143805
مصر؛ د تروریزم سره جنګ، د تروریزم ملاتړ کوونکو سره ملګرتیا؟
د جمعی (۵ جوزا) ورځی برید په لړ چی مسلح ځواکونه د مسیحیانو زائرانو پر یو بس باندی د منیا ښار ته نږدی برید وکړ لږ ترلږه ۲۸ کسه وژل سوی او ۲۵ ټپیان سو یدی، مصر په یو غبرګون کی د جهادی تروریستانو زده کړیز مرکزونو باندی برید وکړ. په همدی حال کی عبدالفتاح سیسی؛ د مصر ولسمشر وایی: د تروریستانو پر اردوګاوو باندی د هیڅ برید څخه به مخه وانه ړوی هر ځای چی وی، هغه وویل چی هغه هیوادونه چی د تروریزم څخه ملاتړ کوی باید مجازات سی او د دونالد ترامپ، د امریکا ولسمشر څخه مرسته وغوښته.
دا په داسی حال کی دی چی د د تیری اپریل میاشتی په ۹ ورځ هم دوه انتحاری مین ایښوونکی د اسکندریه او طنطا کلیساګانو کی په مصر کی، د  ۳۶ مسیحیانو د مرګ سبب سو.
خو د جمعی ورځی برید یو ځل بیا، مصر د تروریزم سره جنګ سختو مشکلاتو سره مخ کړه. د مصر مسیحیانو لس سلنه ټولنه دولت تورن کړ چی د هغوی د ساتنی لپاره د تروریستانو او تکفیریانو مکرر بریدونو مخه نیولو لپاره کوم اقدام نه کوی.
مخکی د اپریل میاشت انتحاری بریدونو په لړ کی د مصر دولت، دری میاشتی فوق العاده وضعیت اعلان کړ او پراخ بریدونه د سینا په دشت کی چی ګمان کیږی د تروریستانو اصلی پناهګاوو څخه دی، ترسره کړل.
په دی حال کی، د منتقدانو په باور، په خاورمیانه کی د تروریزم ملاتړ کوونکو رژیمونو ته د مصر دولت بیا نږدی کیدنه، ددی هیواد د تروریزم ضد سیاستونو باندی، تاثیر کړۍ او په دی هیواد کی د تروریستی ضد فعالیتونو د پراختیا لامل سوی دی.
اخیر کی عبدالفتاح سیسی؛ د مصر ولسمشر عربستان سعودی ته په سفر کی، د مصر په نمایندګی په هغه ناسته کی چی په ریاض کی د اسلام په نړۍ کی د تروریزم او افراط ګرایی سره مبارزی په بهانی سره جوړ سوی وو، شرکت وکړ او ددی ناستی په لړ کی، د امریکا او سعودی عربستان مشرانو سره یوځای، په داسی حال کی دری سره پر یو نورانی څیز باندی لاس ایښۍ وو، یادګاری تصویر واخیسته.
منتقدان وایی چی د ښاغلی سیسی اقدام سعودی عربستان ته دوهم ځل نږدی کیدلو لپاره د تروریزم لوی ملاتړ کوونکی او صادر کوونکی اوتولید کوونکی په حیث په نړۍ کی، د تروریزم په وړاندی د مصر مشکلات به ډیر کړی او د تروریستی او تکفیری عناصرو سره ددی هیواد موثره مبارزی مانع وګرځی.
د هغوی په نظر، د جمعی ورځی برید هم یو څه وخت وروسته د سیسی سفر څخه و عربستان ته صورت ونیول، د مصر رویکرد یا تګلاری بدلون لومړي پیامد د تروریزم او تروریزم ملاتړ کوونکو په وړاندی وو او که دا سیاست، د بنیاد څخه بدلون ونه کړی، مصر به ددی وروسته، د افراط ګرایی او تروریزم د پراخ موجونو د ظهور شاهد به وی او تکفیری عناصر خپل فعالیتونه په دی هیواد کی ډیر کړی.
د تحلیلګرانوپه باور، مصر د تاریخی لحاظه هم د سعودی تر ملاتړ لاندی ایدئولوژی په وړاندی قرار لری اود الازهر ټولنه چی د سنی اسلام ګرایی کی معتدل او میانه روی مظهر او معرفی کوونکی بلل کیږی، هر وخت د سعودی دربار دارالافتاهانو په وړاندی قرار درلودلی چی د سنی اسلام تر نامه لاندی د سلفیت او تکفیری ګری غیری انعطاف لرونکی او سخت ایدئولوژیک تکفیر او ترور او تفرقه منځته راوړونکی اشاعه ورکوونکی او ملاتړ کوونکی دی.
په دی حساب، د عربستان سعودی او مصر نږدیتوب، د سنی اسلام ګرایی دوه نا پخلاکیدونکو لورو نږدیتوب دی او ددی دوو تاریخی سوابق ایدئولوژیک تګلاره انکاروی او ددی دوو اعتقادی او فکری خط سره خطونه باندی سترګی پټوی.
مصر د تروریزم سره مبارزه کی مجبوره دی تر څو دا کلیدی نکتی او سرنوشت سازه نکتی ته توجه وکړی چی نه سی کولای د تروریستانواو تکفیریانو د مکرر بریدونو په وړاندی د اوسیدونکی د ځان صیانت ترڅنګ، خبری وکړی؛ خو په عینی حال کی، په خاورمیانه او عرب نړۍ کی د تروریزم او تکفیری پیژندل سوو او اصلی ملاتړ کوونکو ملګرتیا ته هم ادامه ورکوی.
په دی منځ کی، د دونالد ترامپ څخه د مرستی غوښتنه هم نه سی کولای مشکل حل کړی؛ ځکه چی امریکا خپله د سعودی عربستان همپیمانی په دلیل، د اسلام په نړۍ او سیمه کی د تروریزم او تکفیری اصلی ملاتړ کوونکو څحخه دی او هر څومره چی تروریستی تکفیریان د سیمی ملتونو امنیت خراب کړی، په همغه میزان، د امریکا حضور او سلطه او نفوذ د اسلام پر نړی او سیمه باندی به تامین او پیاوړۍ سی.
https://avapress.com/vdcgzw9qnak9t74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته