دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۴۸
د مطلب کود : 110108
د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې په ځانمرګي بريد کې يو ۱۳۸ تنو ته مرګ ژوبله واوښته
د ننګرهار رسنيو دفتر مشر احمدضياء عبدالزي په يو مطبوعاتي کنفرانس کې وويل دوی ته د امنيتي ادارو د ورکړل شويو معلوماتو له مخې پرون سهار شاوخوا اته بجې او لس دقيقې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيه کابل بانک مخې ته د موټر سايکل څخه په استفادې ځانمرګی برید شوی ، چې له امله يې ۳۳ تنه شهيدان او ۱۰۵ تنه نور ټپيان شوي.
د معلوماتو له مخې د پېښې په محل کې نور چاودونکي توکي هم موندل شوي وه، چې د امنيتي ادارو له لوري ورته چاودنه ورکړل شوه او په دې سره د بياځلي تلفاتو مخنيوی وشو.
د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال په پېښه ژوره خواشيني ښودلې، شهيدانو ته يې د فردوس جنت، ټپيانو ته بېړنۍ روغتيا او کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر هيله کړې.
ښاغلي ګرديوال وويل: ((دا يوه ډېره دردونکې او سخته پېښه وه، د ټولو اسلامي او ملي ارزښتونو خلاف او د انسانيت ضد عمل و.))
ګرديوال زياته کړه، چې دا يوه لويه غميزه وه، چې په عامو خلکو کې رامنځته شوه ، ولايتي اداره، ټوله رهبري او ولسونه په دې پېښه سخت خواشيني شوي او مونږ يې په کلکه غندنه کوو.
په ورته وخت کې د ولايت مرستيال والي په مشرۍ يوه بېړنۍ امنيتي ناسته هم تر سره شوه، پدې ناسته کې يو پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې د پېښې په اړه دقيقه پلټنه تر سره او خپل ګذارش ولايت مقام ته وسپاري.
ښاغلي ګرديوال ټولو امنيتي ارګانونو ته د دې لارښوونه هم وکړه، چې د ورته پېښو د مخنيوي لپاره اوله درجه تدابير ونيسي او په ښار کې د مشکوکو ځايونو او وسايطو کلکه پلټنه وکړي.
نوموړي د عامې روغتيا روغتون مسولينو څخه مننه وکړه، چې د قربانيانو سره يې په وخت مرسته کړې او د لا نورو صحي تدابيرو هدايت يې ورکړ.
د يادونې وړ ده د ولايت مرستيال والي د ټولو امنيتي مسولينو په ملتيا د ننګرهار عامې روغتيا روغتون کې د پېښې له ټپيانو څخه هم ليدنه وکړه او د بېړنۍ روغتيا هيله يې ورته وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې د جمهوري رياست امنيت شورا او سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې څخه د ننګرهار ولايتي ادارې ته د غمرازۍ پيغامونه را رسيدلي او د عاجلو مرستو ډاډ يې څرګند کړی دی.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgzz9q7ak9qq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته