دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۱۷
د مطلب کود : 94656
جېمز ډابېنز به په روانه میاشت کې له خپلې دندې ګوښه شي
ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی په روانه میاشت کې له خپلې دندې ګوښه شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وویل، جېمز ډابېنز په افغانستان او پاکستان کې د امریکا د کوښښونو په لومړي خط کې ځای درلود او د خپل هېواد لپاره یې د افتخار ډک کارونه کړي دي.
جیمز ډابېنز پرداسې مهال تقاعد کوي چې؛ افغانستان د انتخاباتي لانجو سره مخامخ دي او هڅه کوي چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو نتایج اعلان کړي.
ډابېنز د نیویارک ټایمزسره د یوې ځانګړې مرکې پر مهال د افغانستان انتخاباتي لانجې له اندېښنې ډکې بللې وې.
خو هغه هیله ښودلې چې روانې ستونزې به په څوراتلونکو اوونیو کې هوارې شي.
ټاکل شوې د جیمز ډابېنزمرستیال دانیال فلمنډ د ده ځای ناستی وټاکل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdch--nw.23nkmdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته