دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۷:۰۰
د مطلب کود : 112026
جمهور رئیس غني: عزت لرونکې سوله د دې هېواد ګټې خوندي کوي
د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد معصوم ستانکزي، د دغه وزارت لومړي مرستیال ډګر جنرال عبدالخالق او لوی درستیز ډګرجنرال قدم شاه په رسمي ډول خپلې دندې پیل کړې.

په هغو مراسمو کې چې له همدې امله نن له غرمې مخکې د ملي دفاع وزارت په مقر کې پرځای شول، د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د ملي دفاع وزارت له سرپرست، د دغه وزارت له لومړي مرستیال او لوی درستیز سره د هغوی تر کاري دفترونو پورې ملګرتیا وکړه او هغوی یې د دغه وزارت منسوبانو ته ور وپیژندل.

جمهور رئیس غني په دغو مراسمو کې د هېواد ساتنې په لاره کې د ملي اردو له هر سرباز، برید مل، افسر او جنرال څخه مننه وکړه، وې ویل چې د ملي اردو منسوبان هېواد پال او اتلان دي او زه ویاړم چې د هغوی اعلی قوماندان یم.

جمهور رئیس محمد اشرف غني په دې باندې په ټینګار سره چې د هېواد ملي اردو د کلک هوډ لرونکې ده، وویل ، هر چاچې د افغانستان د وسله وال پوځ هوډ په پام کې نه دی نیولی، میدان یې بایللی دی.

جمهور رئیس غني د ملي دفاع وزارت سرپرست او د دغه وزارت نورو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې ډیر ژر دې د ملي اردو د شهیدانو په امتیازونو کې زیاتوالی رامنځته کړي.

همدا راز د هېواد جمهور رئیس د ملي دفاع وزارت سرپرست ته هدایت وکړ چې د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ دې د امنیتي ځواکونو د شهیدانو له کورنیو او ټپیانو سره د مرستې په موخه یو بنیاد رامنځته کړي.

جمهور رئیس غني ټینګار وکړ چې موږ باید د شهیدانو کورنیو ته ډاډ ورکړو چې هغوی زموږ تر پاملرنې لاندې دي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني څرګنده کړه: د بریالیتوب معادله واضح ده او هغه دا ده چې خلک، امنیتي او دفاعي ځواکونه او دولت باید په یوه واحده لیکه کې ودریږي. ده زیاته کړه چې موږ د جګړې غوښتونکي نه یو، دغه جګړه پر موږ تپل شوې ده، موږ تل پاتې سوله غواړو خو د سوک ځواب په سوک ورکوو.

د هېواد جمهور رئیس وویل چې زموږ سیاسي اراده ټینګه او پیاوړې ده، په واضح ډول په یوه لیکه کې ولاړ یو، لوی خدای ج د دې هېواد د ساتنې مسوولیت موږ ته را سپارلی دی، په حقه یو او په چا مو یرغل نه دی کړی او اوس هم د سیاسي حل لارې غوښتونکي یو.

ده زیاته کړه چې موږ په اساسي او تل پاتې ډول عزت لرونکې سوله غواړو ځکه چې عزت لرونکې سوله د دې هېواد ګټې خوندي کوي.

جمهور رئیس غني د افغانستان له ټولو خلکو وغوښتل چې د هېواد د امنیتي ځواکونو ترڅنګ ودریږي. ده ټینګار وکړ چې افغانستان هیچا ته خطر نه متوجه کوي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني څرګنده کړه: موږ دوه ډوله سولې ته اړتیا لرو چې یوه یې له ګاونډي هېواد پاکستان سره سوله ده، ځکه چې دغه هېواد له موږ سره په یوه نا اعلان شوې جګړه کې قرار لري.

جمهور رئیس غني وویل، زه په دې باندې په بشپړه توګه باور لرم چې هیڅ افغان د بهرنیانو جاسوس نه شي کېدلای او د دې هېواد په هر جنرال او افسر باور لرم چې په عزت مندۍ سره د دې خاورې استازیتوب کوي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل چې له ملي ګټو څخه هیڅکله هم نه تیریږو. د اردو، پولیسو اود ملي امنیت منسوبان او د دې هېواد هروګړی باید باور ولري چې سوله به د اساسي قانون په چوکاټ او د اسلام د سپیڅلي دین د لارښوونو له مخې تامین شي.

د هېواد جمهور رئیس وویل: زموږ په اردو کې د قدردانۍ او ستایلو فرهنګ کمزوری شوی و او هیله لرم چې موږ به د ستایلو فرهنګ عام کړو او پرون مو د دې ویاړ درلود چې د افغانستان یو اتل پیلوټ ته مو د یو باب اپارتمان کیلي ډالۍ کړله.

د هېواد جمهور رئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل چې د اردو، ملت او د افغانستان د دولت ترمنځ باید یو واضح ټولنیز تړون موجود وي او دغه تړون دا دی چې د شهیدانو او د افغانستان د خلکو د جهاد د اتلانو وینه نه هېریږي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchiinz-23nzvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته